ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران سیاحتي ویزې د ۱۵ کاري ورځو لپاره بندې شوې

د ایران سیاحتي ویزې د ۱۵ کاري ورځو لپاره بندې شوې

author avatar
25 Dec 2021 - 15:43
د ایران سیاحتي ویزې د ۱۵ کاري ورځو لپاره بندې شوې
author avatar
25 Dec 2021 - 15:43

هرات ښار (پژواک،۴ مرغومی ۱۴۰۰): هرات کې د ایران قونسلګري وایي چې د کرونا ویروس د نوې نوعې د مخنیوي په موخه یې د ایران سیاحتي ویزې د ۱۵ کاري ورځو لپاره ځنډولې دي.

هرات کې د ایران قونسلګرۍ یوه اطلاعیه کې ویلي چې یاده نمایندګي د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته خبر رسوي چې د کرونا ویروس د نوې نوعې (اومیکرون) د خپرېدو له امله سر له نن (مرغومي۴مه) تر ۱۵ کاري ورځو د ایران سیاحتي ویزې بندې دي.

په اطلاعیه کې راغلي:« له ټولو هغو ښاغلو هیله کیږي چې د سیاحتي ویزو لپاره یې مخکې نوبت نیولی، یادې نمایندګۍ ته دې مراجعه نه کوي.»

په هرات کې د ایران قونسلګري هغو خلکو ته هم لارښوونه کوي چې مخکې یې د سیاحت ویزې ترلاسه کړې، خو تر اوسه یې ایران ته سفر نه وي کړی د مرغومي له ۴ مې دې تر ۱۵ ورځو دې سرحد ته نه راځي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عیسی پژواک ته وویل، غوښتل مې چې تېره ورځ د خپلې سیاحتي ویزې په وسیله د اسلام کلا بندر له لارې ایران ته لاړ شم، خو اجازه را نه کړل شوه .

د هغه په خبره، په دغه بندر کې سلګونه خلک د ایران خاورې ته د اوښتو په انتظار وو چې د یاد هېواد د اطلاعیې مطابق بېرته ګرځول شوي او یوازې هغو خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې سوداګریزې ویزې یې لرلې .

د یادونې ده چې د سیاحتي ویزې لرونکي کسان کولای شي له ۱۵ کاري ورځو وروسته یران ته سفر وکړي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.