ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې شپږ میاشتې وروسته د سنوکر سیالۍ تر سره شوې

کابل ښار کې شپږ میاشتې وروسته د سنوکر سیالۍ تر سره شوې

author avatar
25 Dec 2021 - 15:51
کابل ښار کې شپږ میاشتې وروسته د سنوکر سیالۍ تر سره شوې
author avatar
25 Dec 2021 - 15:51

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): کابل ښار کې د سنوکر لوبغاړو د وړتیا لوړولو او هڅونې په موخه د سنوکر ازادې سیالۍ پیل شوې.

په دغو درې ورځنیو سیالیو کې چې نن د مرغومي په ۴مه د «۱۴۷ اکاډمي کلپ» په مالي ملاتړ او د سنوکر فدراسیون په همغږۍ د کابل ښار په یوه کلپ کې پیل شوې  د سنوکر لوبې۵۶ ځوان او تنکي ځواناني لوبغاړي، ۴ مډال راوړونکي او د سنوکر ملي ټیم غړي ګډون کوي.

د بیلیارد او سنوکر فدراسیون فني مرتسیال علي احمد یوسفي د یادو سیالیو د ترسره کېدلو موخه د سنوکر لوبغاړو هڅول وبلل.

هغه زیاته کړه چې افغان سنوکران په یاده برخه کې ښې وړتیاوې لري چې په بېلا بېلو نړیوالو سیالیو کې یې مډالونه ګټلي دي.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې یاد فدراسیون ته دې جدي پاملرنه وکړي او د هېواد سنوکرانو ته دې د نړیوالو او ملي سیالیو زمینه برابره کړي.

د صالح محمد صالح په نوم د سنوکر ملي ټیم غړي او د هغه کلپ مسوول چې دغه سیالۍ په کې ترسره شوې د داسې سیالیو ترسره کول ډېر ګټور وبلل.

هغه زیاته کړه:« دغه ډول سیالۍ د سنوکر ملي ټيم لپاره د ښو استعدادونو پېژندنې لپاره ښه فرصت دی څو وکولای شي افغانستان ته ډېرې اتلولي ترلاسه کړي.»

د صادق په نوم د دې سیالیو یوه ګډونوال وویل چې د یادو سیالیو ترسره کېدل یې وړتیاوې لوړوي او کولای شي د دوی پر روحیه مثبت اغېز وکړي.

ده هم له حکومت وغوښتل چې د ورزشکارانو اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د ډېری ورزشکارانو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.