Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د نفتي توکو بیې ۸.۴سلنه رالوېدلې دي

کابل (پژواک،۴ مرغومی۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د نفتي توکو، بورې او غوړیو بیې راټیټې شوې، خو د عربي سرو زره بیه لوړه شوې ده.

د نفتي توکو بیې ۸.۴سلنه رالوېدلې دي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته ویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۹۲ افغانیو ۸۰ افغانیو او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۷۵ څخه ۷۱ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي وویل چې د تېر شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه له ۸۸ افغانیو ۸۵ افغانیو ته رالوېدلې ده.

د بورې او غوړیو په بیو کې کموالی راغلی دی.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۵۰۰ څخه ۳۳۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۲۸۵۰ څخه ۲۷۰۰ افغانیتو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي وویل چې د یادو توکو د بیو کموالي لامل د هغو د وارداتو ډېروالی او د تقاضا کموالی دی.

خو هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۴۹کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۴۰۰افغانۍ، ۴۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای هم په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۴۵۰افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغانۍ ٤٩ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۳۵۰ افغانۍ، ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۴۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

د عربي سرو زرو بیې لوړېدل

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه  له۴۵۰۰ څخه ۴۶۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥عیار روسي سرو زرو بیه لکه تېره اوونۍ ۳۶۰۰ افغانۍ ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړوالی، په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیې له لوړوالي سره اړیکه لري.

په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ څښتن حاجي حسن وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۳۰ افغانۍ بدلیږي.

د لیندۍ په درېیمه نېټه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۹۷ افغانۍ وه او رز پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.

د یادونې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري توګه راټیټ شوی و؛ د لیندۍ د ۲۲مې نېټې تر ماښامه یو امریکایي ډالر په ۱۳۰ افغاني تبادله کېده چې له امله یې د لومړنیو خوراکي، نفتي او نورو وارداتي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.