ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه

په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
26 Dec 2021 - 17:46
په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
26 Dec 2021 - 17:46

جلال اباد (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د قومي خلکو او ديني عالمانو په منځګړتوب د دوو قومونو ترمنځ د شوکاڼي کانونو پر سر رامنځته شوی جنجال پای ته ورسېد.

دغه جنجال او دښمني د يادې ولسوالۍ مامند سيمې د دوو قومونو ترمنځ د شوکاڼي کانونو او جلغوزيو پر سر رامنځته شوې وه چې اوس د علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسېد.

په روغه جوړه کې د نورو پرېکړو ترڅنګ دا پرېکړه هم وشوه، چې دواړه قومونه به د دوو کلونو لپاره د شوکاڼي ډبرو او جلغوزيو څخه په مشترکه توګه ګټه اخلي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار د کانونو رييس باز محمد عبدالرحمن وويل چې اختلاف د يادې ولسوالۍ مامند درې سيمې ياخېلو او کندې قومونو ترمنځ رامنځته شوی و چې اوس د ديني علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسېد.

د دواړو قومونو ترمنځ شوي پرېکړه لیک کې ژمنې شوي چې تر دوو کلونو پورې به له دغو کانونو او جلغوزيو په ګډه ګټه اخلي، يو بل سره به شخړه نه کوي او نورې ستونزې به هم نه رامنځته کوي.

بلخوا د سيمې خلک له شوې پرېکړې خوښي څرګندوي او په وينا يې چې له پرېکړې وړاندې د دواړو قومونو ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.