ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د لس ميليون ډالرو په لګښت یو استحکامي پل جوړېږي

کونړ کې د لس ميليون ډالرو په لګښت یو استحکامي پل جوړېږي

author avatar
27 Dec 2021 - 16:16
کونړ کې د لس ميليون ډالرو په لګښت یو استحکامي پل جوړېږي
author avatar
27 Dec 2021 - 16:16

اسعد اباد (پژواک، ٦ مرغومى ١٤٠٠): د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د یوه استحکامي پل جوړېدو چارې پيل شوې.

د کونړ د فوايد عامې رياست مسوولين وايي چې دغه پل به ٦ متره پلنوالى او ٦٠ متره اوږدولى ولري او د جوړولو چارې به يې د دوه اوونيو په اوږدو کې بشپړې شي.

د کونړ ټولګټو چارو ریيس قدرت الله معاذ د مرغومي په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د شلتن خلکو اړتیاوو ته په کتو د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د يوه استحکامي پل جوړولو چارې پیل شوې.

هغه وايي چې د دغه پل په وسیله به د یادې ولسوالۍ زرګونو خلکو د تګ را تګ زمينه برابره شي.

ده زياته کړه: ((له تېرو نږدو پنځو میاشتو راهیسې د کونړ سیند پر سر د شلتن په سیمه کې د پخواني حکومت پر مهال جوړ شوی پل نړېدلی پروت دی، زموږ تخنیکي ټېم د یاد پل د بیاجوړونې ارزونه کړې چې زیات لګښت پرې راځي او اوس مو په وس پوره نه ده، له همدې امله مو د خلکو ستونزو د حل په موخه د یوه استحکامي اوسپنیز پل د جوړولو چارې پيل کړې.))

ده وويل چې پر دغه پل د خلکو ترڅنګ موټر هم تګ راتګ کولاى شي.

د جمهوریت پر مهال د پي ار ټي یا ولایتي بیارغونې پرمختیایي ډلې له لوري د کونړ پر سیند ګڼ شمېر پاخه پلونه جوړ شول چې ځیني یې لکه د شلتن پل د ټیټ کیفیت له امله بېرته ویجاړ شول.

د شلتن اوسېدونکى کلیم الله وايي: ((د پل جوړېدو ته ډېر خوښ يو، پنځه مياشتې په سختو ستونزو کې وو.))

د کونړ د نورو سيمو اوسېدونکي هم وايي چې د ژمي په موسم کې د سيند اوبه کمېږي نو حکومت بايد له دغه فرصته په ګټې اخيستنې سره د نورو پلونو د بيارغونې چارې هم ترسره کړي.

Views: 1606

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.