Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکیم الکوزی: درمل مې د کرونا «اوميکرون» بڼې مخنيوي کې هم اغېزناک دي

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): سره له دې چې د افغانستان د پخواني نظام روغتيا وزارت د حکيم الګوزي له خوا پر جوړ شوو درملو بندیز لګولی و، خو الکوزی وايي چې درمل يې د کرونا «اوميکرون» په مخنيوي کې هم اغېزناک دي.

الکوزی وايي، تر اوسه يې پر ۱۴ ميلیون کسانو خپل درمل وېشلي دي.

د پژواک د يوه راپور له مخې، الکوزي کابو دوه کاله مخکې ادعا وکړه چې داسې درمل يې جوړ کړي چې د وقايې او کرونا ویروس درملنې لپاره اغېزناک دي.

د روغتيا وزارت د الکوزي له ادعا وروسته وويل چې د ياد کس له خوا پر جوړ شوو درملو ترسره شوو ازموينو پايله د دې ښودنه کوي چې ياد درمل چې خلکو ته د کرونا د واکسين او دوا په نوم ورکول کېږي، د «مورفین او تریاک» په ګډون په کې له نشه يي توکو استفاده شوې ده.

که څه هم د پخواني حکومت د عامې روغتيا وزارت چارواکو د حکيم  الکوزي فعاليت او درمل غيرقانوني اعلان کړي وو، خو نوموړي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له پيله تر اوسه يې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې له ۱۴ ميليون دوزه ډېر خپل جوړ کړي درمل وېشلي دي.

نوموړي زياته کړه: «اوس چې بیا کرونا د زياتېدو په حال کې ده، د تېر په شان د کرونا ضد واکسين او درملو وېش او خدمت پيلوم.»

حکيم د خپلو درملو د اغېزناکتوب په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دغه دوا پر کرونا ناروغۍ اخته کېدو د مخنيوي لپاره ګټوره ده او له خلکو يې وغوښتل چې له کرونا د مخنيوي لپاره دې د ده له درملو چې وړيا يې وېشي، استفاده وکړي.

الکوزي په دې اړه چې ګواکې د درملو ډېره برخه یې ترياک او يا نور نشه يي توکي جوړوي، وويل: «دا خبره بېخي ردوم، خو بايد ووايم چې په هر ډول درملو کې لس سلنه ترياک استفاده کېږي.»

نوموړي په ډاګه کړه: “د دوو مياشتو له ماشوم څخه تر سل کلن پورې د ده درمل کارولای شي او د اغېزو په اړه يې نړۍ ته چلينج ورکوم.”

هغه وويل، چا چې د ده درمل کارولي، خوښ دي او هيڅ ډول جانبي عوارض يې نه دي درلودلي او نه يې لري. د نوموړي په وينا چې درمل يې د کرونا پر اوميکرون بڼې د اخته کېدو مخنيوی هم کوي.

الکوزی په داسې حال کې چې وايي، امنيتي ځواکونو هم پخوا او هم اوس د ده له درملو استفاده کړې، د حکومت له مشرانو يې وغوښتل چې د پخوا په شان دې يې ملاتړ وکړي او ترڅنګ يې دې ودرېږي.

نوموړي ادعا وکړه او ويې ويل، هغه وخت چې درمل يې نوي جوړ کړي وو، د اسلامي امارت له رهبرانو سره يې ليدلي او هغوی ته يې يوه اندازه درمل هم ډالۍ کړي وو.

پژواک خبري اژانس وغوښتل چې په دې اړه د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو ځواب ترلاسه کړي، خو هغوی ځواب ويلو ته حاضر نه شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.