ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډبلیو، ایف، پي فراه کې له ۱۰۰زره کورنیو سره مرسته کوي

ډبلیو، ایف، پي فراه کې له ۱۰۰زره کورنیو سره مرسته کوي

author avatar
27 Dec 2021 - 18:13
ډبلیو، ایف، پي فراه کې له ۱۰۰زره کورنیو سره مرسته کوي
author avatar
27 Dec 2021 - 18:13

فراه (پژواك، ٦ مرغومی١٤٠٠): د خوړو نړیوال سازمان (WFP) فراه ولایت کې تر ۱۰۰زره له ډېرو مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

یادې مرستې د «فراداتا» په نوم موسسې له لارې ترسره کېږي.

فراه کې د خوړو نړیوال سازمان استاري حبیب الله امیري د فراداتا ۴۲ کارکوونکو ته چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې د خوراکي توکو د مرستې بهیر مدیریت کړي د روزنیز پروګرام د پیل پر مهال وویل، فرداتا موسسې ته پر وخت مرستې او اسانتیاوې په واک کې ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د فراداتا موسسې مسوول خدالرحیم همت پژواک ته وویل، یاد خوراکي توکي د مستحقو کسانو د پېژندلو تر سروې وروسته له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په همغږۍ د فراه په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ۱۰۰زره کورنیو ته وېشل کېږي.

د هغه په وینا، اوړه، وریجې، نخود، لوبیا، غوړي او د خوړو مکملې بستې چې د خوارځواکو ماشومانو او اومېندوارو ښځو لپاره دي په یادو خوارکي توکو کې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو توکو د وېش لړۍ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ له لومړۍ پیلېږي  او وېش لړۍ به یې شپږ میاشتې وخت ونیسي.

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له خوا د بشري مرستو د ویش لړۍ له څه مودې راهیسې پیل شوې او دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له وروستیو وچکالیو، سیاسي بدلونونو د امریکا له خوا د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده ډالرو سرمایې کنګل کولو او پر افغانستان د نورو بندیزونو لګولو له امله په میلیونونو افغانان له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ دي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.