فراه (پژواک، ۷ مرغومی۱۴۰۰): فرزانه چې له لسو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ ته د جامو ګنډلو له لارې حلال رزق پیدا کوي، بریالۍ شوې چې یوه لور یې د دیني مدرسې د استادۍ او بله یې د قابلګۍ تر کچې ورسوي.
تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې پر افغانانو له بهر نه تپل شویو جګړو، نه یواځې له سلګونه زرو افغانانو ژوند واخیست، بلکې د دغه هېواد اقتصادي بنسټونه یې هم ونړول او افغانان یې له سختو ناخوالو سره مخ کړل.
دغه خونړۍ جګړه چې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې درېدلې، د دې لامل هم شوه چې په میلیونونو افغانان په پردیو ملکونو کې د سختۍ ژوند ته اړ کړي، ډېر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي او ځینې یې نېشو ته مخه کړي.
د فراه ولایت د مرکز اوسېدونکې، فرزانه هم یوه له هغو کسانو ده چې پر نشه یی توکو روږدی خاوند یې شاوخوا لس کاله مخکې لادرکه شوی او د څلور ماشومانو سرپرستي هغې ته ور په غاړه شوې ده.
۳۸ کلنې فرزانې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ژوند د ملګري د مرګ او ژوند درک یې نشته.
هغې چې د خپل ژوند پر سختیو یې ژړل او خپلې اوښکې يې پر پړوني پاکولې، وویل : “لس کاله کیږي چې مېړه مې ورک دی، ټول کور او د ماشومانو ساتنه او تعلیم ما ته راپاتې دی.”
فرزانې، چې خیاطي یې کوله وویل چې د خلکو د کالیو ګنډلو له لارې یې خپل اولادونه لوی کړي، زده کړې یې ورباندې کړي او دا مهال یې یوه لور د دیني مدرسې استاده ده، بله لور یې قابله ده، یوه لور یې د پنځم ټولګي او یو زوی یې د څلورم ټولګي زده کوونکي دي.
فرزانه د فراه ولایت له شپې لیسې څخه فارغه ده او اوس خلکو ته د سواد زده کړې هم ورکوي.
هغه وایي چې یوه لور یې شکیبا د دیني زده کړو له یو مرکز څخه فارغه ده، واده شوې او اوس د هرات ولایت د حضرت فاطمې (رض) په دیني مدرسه کې استاده ده.
فرزانه وایي، بله لور یې معصومه – چې فراه کې یې قابلګي لوستې – اوس په فراه ولایت کی «صمیم خصوصی کلینیک» سره کار کوي.
فرزانه ډېره خوښه ده چې اولادونه یې د تعلیم په ګانه سمبال کړی دي. هغه وایي که دا خپله باسواده نه وای نو دا کار یې نه شو کولای.
هغه وایي: “خوشاله یم چې خیاطي کوم دا چې په هېواد کې سوله اوثبات حاکم دی دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د ټولو هېواوالو لپاره د نېکمرغۍ زیری دی.”
فرزانه له ټولو افغانانو غواړي چې پر خپلو اولادونو تعلیم وکړي.
معصومه چې د فرزانې مشره لورده وایي؛ مور یې له دوی سره ډېرې خوارۍ ګاللې دي.
هغه وایي، ویاړي چې د مور له برکته یې زده کړې کړي او کولای شي چې حلال رزق پیدا کوي.
معصومه زیاتوي: ” همدا راز د خپلې کړېدلې ټولنې په چوپړ کي یم او دا کار کول بیا راته بېل احساس راکوي.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP