ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: د کرونا ضد نوي درمل، د تایید په صورت کې د ناروغانو ژغورلو کې هیله بښونکي دي

طبي پوهان: د کرونا ضد نوي درمل، د تایید په صورت کې د ناروغانو ژغورلو کې هیله بښونکي دي

author avatar
28 Dec 2021 - 09:50
طبي پوهان: د کرونا ضد نوي درمل، د تایید په صورت کې د ناروغانو ژغورلو کې هیله بښونکي دي
author avatar
28 Dec 2021 - 09:50

کابل (پژواک، ۷ مرغومی۱۴۰۰): طبي پوهان وايي چې که د «مِرک» درملو امریکايي شرکت تولید شوي کرونا ضد درمل تایید شي، له کرونا سره د مبارزې برخه کې به لوی پرمختګ وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د «مِرک» په نوم د درملو امریکايي شرکت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه شرکت د کرونا ضد درملو په اړه د کلینیکي او امتحاني څېړنو لومړنۍ څېړنو ښودلې چې د دوی له درملو استفاده پر کرونا د اخته کسانو د مړینې او بسترېدو خطر تر نیمايي راکموي.

د «مولنوپیراویر(Molnupiravir)» په نوم درمل د «مِرک (MSD)» درمل جوړونې امریکايي شرکت محصول دی چې مصرف یې ظاهراً کولای شي د کرونا شدت کم او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې او بستر کېدو د خطر کچه ۵۰ سلنه کمه کړي.

د یادونې ده، دغه درمل تر اوسه د نورو متخصصینو له خوا نه دي ارزول شوي.

طبي پوهان:

د عامې روغتیا وزارت مخکني سلاکار رازمحمد شېرزاد د دغه درملو تولید هیله بښونکی وباله او پژواک ته یې وویل، د یادو درملو د تایید په صورت کې به لومړی ځل د ویروس ضد درمل د ساده تابلیت په شکل وي چې د کرونا ناروغانو لپاره ګټور دي.

هغه د دې په روښانولو چې یاد درمل د کرونا ناروغۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې لوی پرمختګ ښيي، ټینګار وکړ چې له تایید وروسته به لومړني درمل وي چې ناروغان یې په کور کې استفاده کولای شي.

نوموړي وویل، د دغه شرکت مسوولینو ویلي چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به امریکا کې د دغو درملو د اضطراري استفادې لپاره د اجازې غوښتنه وکړي، د نړۍ په نورو هېوادونو کې د استفادې لپاره شین څراغ دی، خو د مصرف کوونکو هېوادونو او روغتیا نړیوال سازمان تایید لازم دی.

شېرزاد د دغو تابلیتونو ګټې ته په اشاره وویل، لومړنیو څېړنو په ډاګه کړې چې دغه درمل په ۷۷۵ ډېر عمر لرونکو هغو خفیفو او متوسطو ناروغانو ارزول شوي چې د روغتیايي ستونزو لکه چاغوالی، شکر یا زړه ناروغۍ له امله د شدیدو ناروغیو له خطر سره مخ وو.

د ده په خبره، نیمايي ناروغانو ته د «مولنوپیراویر» په نوم پنځه ورځني درمل ورکړل شوي چې د کوچنیو قهوه يي رنګه کپسولونو په شکل په یوه ورځ کې دوه ځله مصرفېدل.

نوموړي زیاته کړه: “د “دارونما” ګروپ کې ۵۳ ناروغان(۱۴٪) روغتون کې بستر شول، په داسې حال کې چې یوازې ۲۸ (۷٪) کسان چې درمل یې ترلاسه کړي وو، له بستر کېدو وروسته د تابلیتونو اخیستونکي ګروپ هیچا سا نه ده ورکړې، په داسې حال کې چې د “دارونما” په مقایسوي ګروپ کې اتو کسانو چې تابلیت یې نه دي اخیستي، سا ورکړې د.”

هغه روښانه کړه چې دا په دې معنا ده، کله چې په مړینه یا بستر کېدو کې ۵۰٪ سلنه کموالی راشي، دا د پام وړ کلینیکي تاثیر دی.

نوموړي د یادو درملو جانبي عوارضو ته په اشاره وویل، دا چې د درملو د جانبي عوارضو په اړه تولیدي شرکت محدود اطلاعات وړاند کړي نو له دې امله ډېرو څېړنو او غوره پایلو ته اړتیا ده.

نوموړي په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د «امریکا د خوړو او درملو سازمان» اجازه به نورو هېوادونو ته د منلو وړ وي او کنه؟ وویل، د یاد سازمان له خوا د جواز ورکړه امریکا او هغو هېوادونو ته چې دغه سازمان ورته ارزښت لري د منلو وړ ده، خو د روغتیا نړیوال سازمان، د ایما په نوم اروپايي ټولنه، انګلستان، روسیه او نور هېوادونه خپله وروته او ستندرد ادارې لري، چې په خپلو هېوادونو کې د شواهدو په اساس د درملو د استفادې جواز صادر کړي.

د هغه په خبره، نور درمل له دګسامتازون هم شته چې اوس مهال په روغتونونو کې د سختو ناروغانو ژوند ژغوري، خو باید د وریدي تزریق په توګه پېچکاري شي.

یو شمېر نور ډاکتران هم وايي چې که یاد درمل مطلوبه نتیجه ولري، د کرونايي ناروغانو د ژغورلو لپاره هیله بښونکی بدلون دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره شپږ ډوله درمل استفاده شوي خو هيڅ یو مطلوبه پایله نه لري.

مِرک د درمل جوړول شرکت:

مِرک لومړنی شرکت دی چې د کرونا ناروغۍ پر درملو یې د خپلو پایلو نتیجه اعلان کړې، خو د درمل جوړونې نور شرکتونه هم شته چې د ورته درملو په اړه په څېړنو بوخت دي.

د یادونې ده، فایزر شرکت تازه د کرونا ضد پر دوو درملو د ازمویښت وروستی پړاو پیل کړی دی. دغه راز سویسي روشه شرکت هم د ورته درملو په اړه پر څېړنو بوخت دی.

د رسنیو په حواله، دغه شرکت به د ۲۰۲۱ کال تر پایه د ۱۰ میلیون کسانو لپاره د درملنې دورې د تامین کافي درمل تولید کړي چې امریکا دولت ورسره موافقه کړې ده.

دغه راز امریکا دولت موافقه کړې چې د دغه درملو د تایید په صورت کې به د ۱.۲ میلیارد دوز معادل درمل وپېري.

Visits: 182

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.