ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د لرو ولسوالیو خلک خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

د هلمند د لرو ولسوالیو خلک خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

author avatar
28 Dec 2021 - 17:59
د هلمند د لرو ولسوالیو خلک خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي
author avatar
28 Dec 2021 - 17:59

لښکرګاه (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند د لرې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په سیمو کې یې د ګوتو په شمېر ښوونځي شته، خو ودانۍ نه لري.

دوی له حکومت څخه دغو ښوونځیو ته د ودانیو تر څنګ د نوو ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي.

بل خوا د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وايي، اړوند وزارت ته یې په دغه ولایت کې ښوونځیو ته د ودانیو او نوو ښوونځیو جوړولو وړاندیزونه کړي دي.

سنګین او واشېر د دغه ولایت له هغو ولسوالیو دي چې محدود ښوونځي په کې شته خو هغه هم ودانۍ نه لري.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، ماشومان یې په ډېر کړاو زده کړې کوي او هیڅ راز اسانتیاوې نه لري.

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقادر پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو دوو لسیزو سختو جګړو له امله دغه ولسوالي د پوهنې په برخه کې د خدماتو تر څنګ له هر ډول پرمختګ څخه بې برخې وه.

هغه زیاته کړه، دلته د ګوتو په شمېر ښوونځي شته، خو ودانۍ نه لري، زده کوونکي یې په دې یخ ژمي کې تر اسمان لاندې پر ډاګ زده کړې کوي.

دی وايي، له همدې امله یې په وار وار ماشومان ناروغان شوي هم دي.

د ده په خبره، اوس چې جګړه درېدلې، حکومت دې نه یوازې د دوی په سیمو کې شته ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، بلکې نور ښوونځي دې هم ورته جوړ کړي.

د دې تر څنګ د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو شکایت کوي.

د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازولۍ نظر محمد پژواک اژانس ته وویل، دلته ښوونځي تش په نوم دي، ودانۍ نه لري، مسلکي ښوونکي نشته، زده کوونکي کتابونه او درسي توکي نه لري.

نوموړی هم له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی په سیمو کې دې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي او ماشومانو ته دې د زده کړې اسانتیاوې برابرې شي.

د هلمند د پوهنې رییس مولوي عبدالباري شهاب وايي، اسلامي امارت په هلمند کې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او نوو ښوونځیو د تاسیس پلانونه لري.

هغه پژواک ته وویل: ((په دې اړه مو اړوند وزارت ته وړاندیزونه کړي دي او دغه راز له ځینو مرستندویه موسساتو سره هم غږېدلي یوو او هغوی ژمنې کړې چې په دې برخه کې به مرسته کوي.))

ده هیله وښودله چې ډېر ژر به نه یوازې په دغه ولایت کې شته ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي، بلکې په هغو سیمو کې به نوي ښوونځي تاسیس شي چې ښوونځي په کې نه شته.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې دوی به د هغو ښوونځیو د ودانیو پاتې کار پیل کړي چې په تېر حکومت کې نیمګړي پاتې شي وو.

په هلمند کې ټولټال ۴۱۷ ښوونځي او ۱۰۸۲ مدرسې شته چې زرګونه زده کوونکي زده کړې په کې کوي.

له دې جملې ډېر یې خپلې ودانۍ نه لري چې اوس یې د جوړولو غوښتنه کېږي.

 

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.