ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ چارواکي: له فساد سره مبارزه کې د پژواک هڅې د ستايلو دي

د کونړ چارواکي: له فساد سره مبارزه کې د پژواک هڅې د ستايلو دي

author avatar
29 Dec 2021 - 12:13
د کونړ چارواکي: له فساد سره مبارزه کې د پژواک هڅې د ستايلو دي
author avatar
29 Dec 2021 - 12:13

اسعداباد (پژواک، ٨ مرغومی ۱۴۰۰): د کونړ چارواکي وايي چې له فساد سره مبارزه د حکومت لومړيتوب دی او په دغه برخه کې د پژواک خبري اژانس هڅې او څېړنيز راپورونه د ستايلو وړ دي.

پژواک د ليندۍ په ۲۴مه يو څېړنيز راپور خپور کړ چې له مخې يې بلدتک ساختماني شرکت په کونړ کې د ۹۲ میلیون افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا څلور شبکې د تړون خلاف پلې کړې، چې د ګټې اخيستنې وړ نه دي.

د کونړ چارواکي د پژواک د ياد څېړنيز راپور ستاينه کوي او زياتوي چې له فساد سره مبارزه د حکومت لومړيتوب دی.

د کونړ د والي ویاند مولوي نجیب الله حنیف پژواک ته وویل چې له فساد سره مبارزه د ولایتي ادارې لومړیتوب دی او د هغو کسانو د نیولو پروړاندې به هڅې چټکې کړي چې په فساد کې ښکېل دي.

حنیف زياته کړه:” له فساد سره مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت دی، موږ د پژواک له ادارې مننه کوو چې د فساد په تړاو رپوټونه خپروي او خلکو ته فساد او په فساد کې ښکېل کسان ور پېژني او همدا د رسنیو اصلي دنده ده.”

پژواک په خپل خپاره شوي څېړنيز راپور کې ثابته کړې چې د کرنې وزارت او بلدتیک انجنیري او ساختماني شرکت ترمنځ د شوي تړون له مخې، باید په شبکو کې هندي وسایل کارول شوي وای، خو اوس چینایي او د ټیټ کیفیت لرونکي وسایل کارول شوي دي.

مولوي نجیب الله زياتوي چې د لمریزې برېښنا شبکو په تړاو د پژواک د راپور پر بنسټ به په یادو پروژو کې د شوي فساد عاملین پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري.

 

Views: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.