ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مارجه کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شو

مارجه کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شو

author avatar
29 Dec 2021 - 18:40
مارجه کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شو
author avatar
29 Dec 2021 - 18:40

لښکرګاه (پژواک ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند مسوولین وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوی او بل ژوبل دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه ۱۱ بجې د دې ولایت د مارجې ولسوالۍ په ډراب څلورلاري کې د مازدا موټر او موټرسایکل تر منځ په ټکر کې یو کس وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

ده زياته کړه، ټپي شخص د مارجې روغتون ته انتقال شوی دی.

د هغه په وينا، پر دغه سړک د موټر چلوونکو تېز رفتار او د سړک خرابتيا دوه هغه ستونزې دي چې له امله يې زياتره وخت ترافيکي پېښې رامنځ ته کېږي.

څو ورځې مخکې هم د دې ولايت د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د موټر او موټرسايکل د ټکر له امله دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.