کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): مرکزي بانک وایي چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې یې ۱،۷ میلیارده زاړه بانکنونه راټول کړي او له منځه یې وړي دي.
د یاد بانک ویاند حیسب نوري د مرغومي په ۷مه د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي چې د زړو بانکنوټونو راټولولو دوام لري.
دغه راز نوري ویلي چې خلک باید د افغانیو بانکنوټونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.
په کابل کې زاړه بانکنوټونه ډېر شوي او د خلکو له نیوکو سره مخ شوي دي.
د کابل اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو کې افغانۍ ډېرې زړې شوې او په ورځنیو معاملاتو کې یې ورته ستونزې پیدا کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP