Language

په کوټه کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۰): پاکستاني چارواکي وايي چې په کوټه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۵نور ټپیان شوي دي.

د خپرو شویو راپورونو په اساس، دغه چاودنه تېره ورځ ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې د جمعیت علمای اسلام پلویان له یوې غونډې وروسته د کورونو پرلور روان وو.

د کوټې امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دغه چاودنه د یوه کنټرول کېدونکي ماین له امله رامنځته شوې ده .

د کوټې روغتیایي چارواکو ویلي چې د دغې چاودنې ټپیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي چې د یوشمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

پاکستانیو امنیتي کسانو دغه چاودنه یو “ترهګریز” عمل بللی او د عاملینو د نیولو ژمنه یې کړې ده .

تراوسه چا د دغې چادونې مسوولیت نه دی منلی.

ویل کیږي چې د ۲۰۲۱کال له پیل راهیسې تراوسه په بلوچستان ایالت کې ۲۶۲ د ناامنۍ پېښې رامنځته شوې دي چې له امله یې ۱۴۴کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰نور ټپیان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.