ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۰زره کسان پر کرونا اخته او ۶۵۰ کسان یې له امله مړه شوي

په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۰زره کسان پر کرونا اخته او ۶۵۰ کسان یې له امله مړه شوي

author avatar
1 Jan 2022 - 16:50
په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۰زره کسان پر کرونا اخته او ۶۵۰ کسان یې له امله مړه شوي
author avatar
1 Jan 2022 - 16:50

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د هېواد په کچه ۱‍۰زره کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۶۵۰ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې د رسنیو په مرکز کې جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې.

عمر وویل، په تېرو پنځه میاشتو کې په ټول هېواد کې د کرونا څه باندې ۱۰زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې ۶۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو هغه یادونه وکړه چې د دغو پېښو کمولو په موخه یې یو لړ ګامونه اخیستي او په ټول هېواد کې یې د کرونا واکسین پيل کړی چې هره ورځ له ۸ تر ۱۲زره کسان واکسین کېږي.

ده ومنله چې دا مهال دوی هومره امکانات نه لري چې په ټول هېواد کې د کرونا د درملنې مرکزونو ته امکانات برابر کړي خو هڅه کوي چې دا ستونزه د بهرنیو مرستو له لارې حل کړي.

نوموړي دا هم وویل چې له یونیسف سره یې خبرې کړې څو د هېواد په کچه د اکسېجن ۱۰ دستګاوې ژر تر ژره فعاله کړي څو ناروغان د اړتیا پر مهال د اکسېجن له کمښت سره مخ نه شي.

عمر پر نړیوالو غږ وکړ چې د روغتیا برخه دې نه سیاسي کوي او په دې برخه کې دې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له کرونا ورها خوا د ماشومانو خوارځواکي هم لویه ننګونه وګڼله چې د ده په خبره، لامل یې غربت، د میندو له خوا ماشومانو ته د خپلو شیدو نه ورکول او په بازار کې د غیر صحي خوراکي توکو پېر او پلور دی.

ده وویل، اوس مهال په هېواد کې ۳،۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

هغه یادونه وکړه چې دوی د روغتیا له نړیوال سازمان او یونیسف سره په ګډه کار کوي څو په هېواد کې د خوارځواکۍ ګواښ راکم کړي.

نوموړي دغه راز دا معلومات هم وړاندې کړل چې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د ۲۰زرو هغو مېرمنو درملنه شوې چې غیر نورمال ولادت یې کاوه او ۳۹۸زرو مېرمنو نارمل ولادتونه کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر پر نشه یي توکو د روږدو وګړو د شمېرو او وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د هېواد په کچه ۳،۵ میلیونه کسان په نشه یي توکو روږد دي.

ده زیاته کړه، هر روږدی کس د ورځې ۳ ډالر د نشه یي توکو پر اخیستو لګوي چې په دې حساب هغوی هره ورځ ټولټال ۱۰،۵ میلیونه ډالر لګوي.

خو ده وویل چې د روږدو وګړو د درملنې په موخه یې ګامونه اخیستي او په تېرو دریو میاشتو کې د ۷۵۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده چې له ۷ زره څخه ډېر اوس هم تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۸۸ مرکزونه شته چې له درېو مرکزونو پرته چې خپلې ودانۍ لري نور ټول په کرايي ودانیو کې فعالیت کوي.

د دې ترڅنګ عمر خبر ورکړ چې د روغتیایي مرکزونو د خدماتو د کیفیت د څار په موخه یې یوه کمېټه جوړه کړې ده چې تر دې مهاله یې په کابل کې له ۱۰۰ ډېر غیر معیاري روغتيايي مرکزونه تړلي دي.

دغه راز ده دا هم وویل چې د هېواد په کچه ۴۰ زره درملتونونه شته چې یوازې ۱۶زره یې راجسټر او نور نا راجسټره پاتې دي.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه روغتیايي خدمات ټکني شوي او له امله یې خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د روغتیا سکټور ۹۰ سلنه پر بهرنیو مرستو تکیه و چې د مرستو له درېدو سره دغه برخه له ستونزو سره مخ شوې خو هڅه کېږي چې نړۍ ته قناعت ورکړل شي او شته ستونزې حل شي.

Visits: 122

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.