لښکرګاه (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰): په هلمند کې له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د برېښنايي تذکرو وېش نن د مرغومي په ۱۲مه بیا پيل شو.
دغه بهیر د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب د خپلې فورمې په ډکولو پيل کړ.
والي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هلمند د احصايې او معلوماتو ریاست لپاره د نوي رییس له ټاکل کېدو وروسته د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر نن رسماً پیلوي.
هغه د هلمند پر ټولو اوسېدونکو نارینه او ښځینه وو غږ وکړ چې د برېښنايي تذکرو مرکزونو ته راشي او خپلې تذکرې واخلي.
ده خبر ورکړ چې ډېر ژر به د مرکز لښکرګاه تر څنګ په ولسوالیو کې هم د برېښنايي تذکرو مرکزونه پرانیستل شي.
د هلمند د احصايې او معلوماتو رییس حافظ محمد رباني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ به د پخوا په څېر روانه وي او لا به چټکه شي.
هغه زیاته کړه، په نږدې ورځو کې به په لښکرګاه کې د برېښنايي تذکرو دوه نور تړلي مرکزونه هم پرانیزي.
د هلمند اوسېدونکي خوښ دي چې له څو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا د برېښنايي تذکرو وېش پيل شوی.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وویل، حکومت دې نه یوازې د برېښنايي تذکرو ټول مرکزونه پرانیزي، بلکې دغه لړۍ دې هم چټکه کړي څو خلک له کړاو پرته په اسانۍ تذکرې واخیستلی شي.
د یادونې ده چې د برېښنايي تذکرو تر لاسه کولو مرکز ته هره ورځ څه باندې ۵۰۰ کسان راځي چې د دغې ادارې د مسوولینو په وینا، له دې جملې د ۲۵۰ کسانو کاري مراحل طی کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېره ورځ خبر ورکړ چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۳۴۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
Views: 240
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن