کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰): د هند له خوا مرسته شوي ۵۰۰زره ډوزه د کرونا واکسین کابل ته راورسېد او دغه هېواد په راتلونکو اوونیو کې ۵۰۰زره ډوزه نور دا ډول واکسین هم له افغانستان سره مرسته کوي.
په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې یاد ۵۰۰زره ډوز د کرونا واکسین (کواکسین) تېره ورځ کابل ته رسېدلی او هلته د اندراګاندي روغتون ته تسلیم شوی دی.
دی وایي، په پام کې ده چې هند په راتلونکو اوونیو کې ۵۰۰زره ډوزه نور دا ډول واکسین هم افغانستان ته واستوي.
سرچينې لیکلي چې هند تېره میاشت هم له افغانستان سره د ۱.۶ ټنه درمل او نور روغتیایي توکي د روغتیا نړیوال سازمان له لارې له افغانستان سره مرسته کړې وه.
هند له افغانستان سره د ۵۰زره ټنه غنمو مرستې ژمنه هم کړې ده.
ماموندزی وایي چې د هند له خوا له افغانستان سره مرسته شوي غنم به په راتلونکو اوونیو کې افغانستان ته واستول شي.
په هند کې د افغانستان سفیر له افغانانو سره دغه مرستې حیاتي ګڼلې او له هنده یې د دغو مرستو له امله مننه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP