جلال اباد (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د ځوان ټولنيز بنسټ له لوري شاوخوا سل بې وزلو او يتيمو ماشومانو ته ژمني جمپرونه او نورې جامې ورکړل شول.
د دغه بنسټ مرستيال خبيب اميري پژواک اژانس ته وويل چې دغه ژمني لباسونه يې د خپلو خيرخوا ملګرو په چندو اخیستي او نن يې د جلال اباد ښار شيخ مصري کمپ کې پر يتيمو او بې وزلو ماشومانو ووېشل.
نوموړي وويل: ((موږ دغه چمپرونه او نور لباسونه د شيخ مصري کمپ په مکتب کې شاګردانو ته چې زياتره يې يتيم او بې وزله دي ووېشل، هغوی تر شنه اسمان لاندې په يخه هوا کې زده کړو ته ناست وو، زياترو يې جمپرونه نه لرل.))
دی زياتوي چې د دغې چارې موخه يې نورو هېوادوالو او په ځانګړي توګه ځوانانو ته دا پيغام ورکول دي چې په دغو سختو حالاتو کې چې هېوادوال له بې وزلۍ کړېږي بايد لاس نيوی يې وکړي.
د ياد ښوونځي يو تن زده کوونکي نورالله پژواک ته وويل چې ژمني لباسونه یې نه درلودل او نن ورته د يوه خيريه بنست له لوري جمپرونه ورکول شول.
Views: 85
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن