اسعد اباد (پژواک، ۱۲ مرغومى ۱۴۰۰): د ټولګټو او دفاع وزارتونو په ګډو هڅو د کونړ ولایت د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسواليو ترمنځ د غځېدلې لویې لارې د جغل اچونې او پاکوالو چارې پېل شوې .
د کونړ چارواکي وایي چې د ۴۵ کیلومتره په اوږدوالي یادو ولسوالیو ته د غځېدلې لویې لارې د جغل اندازۍ ترڅنګ به د سړک پاکاري او د لارې په اوږدو کې د تخریب شویو کوچنیو پلونو رغونه هم ترسره شي .
د کونړ د فواید عامې رییس قدرت الله معاذ د مرغومي په ۱۲ مه پژواک ته وویل چې د خلکو اړتیاوو او غوښتونو ته په کتو د ياد سړک د جوړونې چارې پیل شوې دي.
نوموړی وایي: ((د کونړ له اسمار ولسوالۍ نیولې د ناړۍ تر بریکوټه غځېدلی سړک تېرو کلونو کې د حکومت د نه پاملرنې، ورښتونو او سیلابونو له امله ویجاړ شوی و چې زرګونو خلکو ته یي د تګ او راتګ پرمهال ستونزې جوړې کړې وې خو اوس يې د بيارغونې چارې پيل شوې.))
د نوموړي په خبره، دا مهال د سړک په جوړونه کې د ټولګټو او دفاع وزارتونو تخنیکي کارکوونکي، وسایط او وسایل په کار کولو بوخت دي چې ډیر ژر به له اسماره نیولې د ناړۍ تر بریکوټه غځېدلي سړک تخریب شوې برخې ورغول شي .
د کونړ د ټولګټو چارو ادارې د مسوولینو په وینا، د شاوخوا ۴۵ کیلومتره یاد سړک د اساسي جوړونې په موخه د پخواني حکومت پرمهال هم وروستۍ سروې بشپړه شوې وه او په خبره یي چې اسلامي امارت به د یاد سړک د جوړونې ترڅنګ د کونړ نورو ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه هم په اساسي توګه ورغوي .
د کونړ اسمار او ناړۍ ترمنځ غځېدلې لویه لار په تېرو کلونو کې د جګړو، ناامنیو او د ورښتونو پرمهال د غره ښویېدنې له امله زیانمنه شوې وه او ډېر وخت به د خلکو پرمخ تړلې وه.
په ورته وخت کې د غازي اباد ولسوالۍ د جلاله سیمې اوسېدونکي نقیب الله پژواک ته وویل: ((موږ د سړک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ یو، نارغان په خپل وخت تر روغتونه نه شو رسولی، کاروبار ته پر وخت نه شو رسېدی، تازه چې حکومت زموږ د سړک د جوړولو چاره پېل کړې مو خوښ یو او غوښتنه مو ده چې په اساسي ډول ورغول شي.))
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی عرب ګل بیا وایي چې د مخکني حکومت پرمهال یې څو ځله د سیمې اوسېدونکو له چارواکو د سړک د جوړېدو غوښتنه کړې، خو چا پرې عملي قدام نه کاوه او تر نن پورې ویجاړ پروت دی.
نوموړی وایي: ((پخوا که د ناامنیو او جګړو له امله حکومتي کارکوونکو او نورو خیریه بنسټونو زموږ سیمې ته د کار کولو په نیت زړه نه ښه کاوه اوس خو امنیت ښه شوی، له حکومت او نړیوالو بنسټونو مو غوښتنه ده چې زموږ سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.))
که څه هم تېرو کلونو کې د پخواني حکومت پرمهال د نړیوالو موسسو او نورو خیریه بنسټونو له لوري کونړ کې ګڼ شمېر سړکونه په پاخه ډول جوړ شوي، خو ځینې یې د ټیټ کیفیت له امله بېرته ويجاړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP