Language

حمدي پولیسو ته خطاب کې: د خلکو پر زړونو حکومت وکړئ

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو مشر، له یوې روزنیزې دورې ۱۴۲ فارغو شویو پولیسو ته وویل:«د خلکو په زړونو حکومت وکړئ او د خلکو په زړونو حکومت په نبوي اخلاقو کیږي.»

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یاد ۱۴۲ تنه پولیس کابل کې د یوې میاشتې په اوږدو کې د چاودېدونکو توکو د شنډولو او همدارنګه د تورنو د څارنې او نیونې زده کړې تر لاسه کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو رئیس مولوی عبدالحکیم حمدي، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې له زده کړو فارغو شویو پولیسو ته په خطاب کې وویل: «ستاسو روزنه د یوې موخې لپاره شوې ده، چې هغه دا ده چې د خلکو په زړونو حکومت وکړئ او د خلکو په زړونو حکومت په نبوي اخلاقو کیږي.»

د سرحدي پولیسو عمومي رئیس ملا شېرخان هم په دغو مراسمو کې له زده کړو فارغو شویو کسانو وغوښتل چې په هر ډول شرایطو کې د خلکو خدمت وکړي.

هغه وویل: «تاسو باید د یخنۍ او ګرمۍ غم ونه کړئ، تاسو باید د خلکو خدمت وکړئ، کوم امر چې تاسو ته د امارت له خوا کیږي د هغه به اطاعت کوئ.»

Related Topics