Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه افغانه په ایران کې د ترکیې پولې ته څېرمه د سړې هوا له امله مړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۰): د راپورونو له مخې، یوه افغانه مېرمن چې غوښتل یې له خپلو دوو زامنو سره په قاچاقِ ډول د ایران له پولې ترکیې ته واوړي، د ترکیې پولې ته څېرمه د ایران په «بلاسور» سیمه کې مړه شوې ده.

یوې ایرانۍ رسنۍ «ایران وایر» خبر ورکړی چې دا پېښه یوه اوونۍ مخکې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې ښځې نوم او هویت تر اوسه نه دی څرګند شوي.

له سیمې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د ښځې دوه کوچني ماشومان (یوه نجلۍ او یو هلک) د سختې واورې اورېدو او یخنۍ له امله په ناوړه وضعیت کې دي او ځايي خلک د دغو دوو ماشومانو د ژغورلو لپاره ګرمې اوبه او خواړه ورکوي.

سرچينې ليکي چې دغې مور له يخنۍ د خپلو ماشومانو ژغورلو لپاره له خپلو پښو جرابې را ايستلې او د ماشومانو لاسونو ته یې ور اغوستې وې.

سرچینې د ترکیې د وان ولایت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له قوله لیکلي: «د جنورۍ په لومړۍ نېټه په سرحدي سيمو کې د يوې مور د وژل کېدو راپورونه خپاره شول چې غوښتل يې د ايران له لارې ترکيې ته واوړي، د سيمې خلکو د دې مېرمنې ماشومان وژغورل او وروسته معلومه شوه چې دغه مېرمن د ترکیې له خاورې بهر د ایران پولې ته څېرمه په «بلاسور» سیمه کې مړه شوې ده. د دې مېرمنې جسد او د هغې دوه ژوندي ماشومان د سیمې خلکو ایراني پوځیانو ته سپارلي دي.»

په راپور کې له جزئیات پرته راغلي چې په تېره میاشت کې د سړې هوا له امله د ایران او وان تر منځ څلورو پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.