کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۰): د استخباراتو ریاست د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې درې کسان له درې زره لېټره شرابو سره نیولي دي.
د افغانستان حکومت د استخباراتو لوی ریاست پر خپل ټويټر ليکلي: «د ا.ا.ا د استخباراتو لوی ریاست ځانګړې عملیاتي قطعې د یو لړ مؤثقو کشفي معلوماتو پر اساس، د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې درې تنه شراب پلورونکي له شاوخوا درې زره لېتره شرابو/ الکولو سره یو ځای ونیول.»
سرچينه زياتوي چې نیول شوي الکول یې له منځه وړي او ورسره په تړاو نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول.
سرچينې د هغې صحنې ويډيو چې امنيتي ځواکونه په شپږو بېلرونو کې ذخیره شوي الکولي مشروبات په یوه ویاله یا کانال کې چپه کوي، هم خپره کړې ده.
Views: 511
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن