شبرغان (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۰): په جوزجان کې سیمه ییزې سرچينې وایي چې د شبرغان ـ اندخوی پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هلال بلخي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته د دغه ولایت اړوند پر یاده لویه لار رامنځته شوې ده.
هغه څرګنده کړه، دوه سراچه موټر چې ۱۲ سپرلي یې درلودل، پر یاده لار ټکر کړی دی.
نوموړي وویل چې پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي قوانینو ته د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس چې د دې پېښې ټپیان د شبرغان ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د جوزجان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالغني صمیم وایي چې تېره شپه د امنیې قوماندانۍ او ترافیکو مدیریت منسوبینو له یادې پېښې یو مړی او یوولس ټپیان ولایتي روغتون ته ور وړي دي.
هغه زیاته کړه چې مړ شوی کس بسم الله نومېده او د فاریاب ولایت اصلي اوسېدونکی و.
هغه زیاته کړه، په ټپیان کې یوه ښځه او لس سړي شامل دي او دوه ټپیان چې روغتیايي حالت یې نازک و، بلخ ولایت ته ولېږدول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP