ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزى: امريکا له افغانستان سره پر استخباراتي جګړې بوخته ده

ستانکزى: امريکا له افغانستان سره پر استخباراتي جګړې بوخته ده

author avatar
4 Jan 2022 - 16:32
ستانکزى: امريکا له افغانستان سره پر استخباراتي جګړې بوخته ده
author avatar
4 Jan 2022 - 16:32

ګردېز (پژواک، ١٤ مرغومى ١٤٠٠): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي چې امريکا او متحدين يې له دوی سره لاهم په استخباراتي او تبليغاتي جګړه بوخت دي.

دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي نن د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې په هغه غونډه کې وکړي چې دولتي چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلکو په کې برخه اخيستې وه.

ستانکزي د هېواد روانو حالاتو او ستونزو ته په اشارې وويل، که څه هم امريکايانو په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې، خو هغوی لاهم له دوی سره په استخباراتي، اقتصادي او تبليغاتي جګړه بوخت دي.

نوموړی وايي، لکه څنګه چې امريکانو په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې، همدا ډول به په سياست کې هم ماتې وخوري.

ستانکزي د تېر حکومت پر کارکوونکو او ځوانانو غږ وکړ چې بهرنيو هېوادونو ته دې نه ځي او له دوی سره دې په ګډه د بيارغونې په برخه کې کار وکړي.

ده وويل، اوس په هېواد کې سراسري امنيت راغلی او له بل هر وخت څخه ډېره د کار کولو زمينه برابره ده.

د ده په خبره، اوس مهال لويې او وړې اقتصادي او اداري ستونزې موجودې دي، خو دغه ستونزې ورځ تربلې د حل کېدو په حال کې دي او په راتلونکي کې به په بشپړ ډول حل شي.

د پکتيا والي محمد علي جان محمدي وويل، هغه کسان چې په تېر نظام کې يې کار کړی د دوی ژوند خوندي دی او هیڅوک نه شي کولی هغوی وګواښي يا وځوروي.

نوموړي وويل چې ټولو افغانانو ته په ټولو ادارو کې د کار کولو اړتيا ده او دوی کولی شي بې له کومې وېرې په ادارو کې کار وکړي.

والي وويل، په پکتيا کې ټولې ملکي او نظامي ادارې فعالې دي او هره ورځ په سلګونه کسان ورته مراجعه کوي او کارونه يې خلاصوي.

د يادولو ده چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال عباس ستانکزي په پکتيا ولايت کې له ځينو ملکي او نظامي ادارو څخه هم ليدنه وکړه.

Views: 744

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.