کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې یې د انسان تښتوونکو اووه کسیزه ډله نیولې او یو تښتول شوی کس یې ترې ژغورلی دی.
د کورنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
سرچینې په دې تړاو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په ویډیو کې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې د کشف امر قاري عبیدالله هم خبرې کوي، وایي چې د تښتول شوي کس ورور حوزې ته خبر ورکړ چې ورور یې د دې حوزې له مربوطاتو تښتول شوی دی.
دی وایي چې د حوزې مسوولینو پر وخت اقدام وکړ او تښتول شوی کس یې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند په یوه کور کې پیدا کړ او په دغه کور کې یې د تښتونې په تړاو درې کسان ونیول.
د هغه په وینا، وروسته یادو درېیو نیول شوو کسانو خپل څلور نور هغه ملګري هم امنیتي ځواکونو ته وروپېژندل چې د تښتوونکي د دغه بانډ اصلي غړي وو.
دی وایي چې دغه څلور کسان د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ونیول شول.
Views: 269
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن