ترینکوټ (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د خونو د چت لوېدو په دوو جلا پېښو کې یوه ښځه مړه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
دا پېښې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په سیزکزي او زرتالې سیمو کې شوې دي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو پېښو کې- چې د وروستیو ورښتونو له امله رامنځته شوې- یوه ښځه مړه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، لومړۍ پېښه د دهراوود ولسوالۍ په زرتالې سیمه کې شوې چې له امله یې یوه زړه ښځه مړه شوې ده.
دی وايي، دویمه پېښه هم د همدې ولسوالۍ په سیزکزي سیمه کې شوې چې له امله ۴ ماشومان ټپیان شوي او د سیمې د خلکو په مرسته د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي وویل چې ډېری کورونه خام او پخوا جوړ شوي چې د ډېر ورښت پر وړاندې مقاومت نه لري.
دغه راز د دهراوود ترڅنګ په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د وروستیو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او د خلکو ځمکې او کورونه یې زیانمن کړي دي.
د مرکز ترینکوټ یوه اوسېدونکي باریداد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((نن څلورمه ورځ ده چې پرله پسې باران اوري؛ په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې زما په ګډون د ډېرو کلیوالو کرنیزې ځمکې او کورونه یې زیانمن کړي دي.))
باریداد او د دغه ولایت نور اوسېدونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې د اورښت او سېلابونو له امله د زیانونو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه واخلي.
بلخوا د ترینکوټ ښاروالۍ مرستیال عبدالجلیل وایي، د ورښتونو له پیلېدو سره لاس په کار شوي او په بېلابېلو سیمو کې یې ګڼې کورنۍ د سېلابونو له ګواښونو ژغورلې دي.
هغه زیاته کړه چې له خپلو ټولو وسایلو او امکاناتو سره د خلکو په خدمت کې دي او پر وخت له هغوی سره مرستې ته ځان رسوي.
د هېواد په کچه په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او په یو شمېر نورو کې د باران اورېدو لړۍ پيل شوې چې له امله یې په ځینو سیمو کې لارې تړل شوې او په ځینو نورو کې بیا راوتلو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP