ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د اکسېجن د تولید فابریکه فعاله شوه

په جوزجان کې د اکسېجن د تولید فابریکه فعاله شوه

author avatar
5 Jan 2022 - 17:24
په جوزجان کې د اکسېجن د تولید فابریکه فعاله شوه
author avatar
5 Jan 2022 - 17:24

شبرغان (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د څلور نیم میلیون افغانیو په لګښت د اکسیجن او نایتروجن د تولید یوه فابریکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په جوزجان ولایت کې د افغان ګاز دولتي شرکت رییس قاري محمد یوسف احمدي پژواک ته وویل چې د یادې فابریکې ظرفیت چې د شبرغان ښار په جر قدوق سیمه کې جوړه شوې، په یوه شپه او ورځ کې ۶۰۰ بالون اکسیجن ته رسېږي.

د هغه په خبره، یاده فابریکه د څه باندې څلورنیم میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې له دې مخکې بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې روغتونونو او اکسیجن ته اړمنو کسانو د اړتیا وړ اکسیجن له کابله ترلاسه کاوه او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ کېدل.

نوموړي وویل، دا چې اوس یاده فابریکه کولای شي په دغو څلورو ولایتونو کې اکسیجن ته د خلکو اړتیاوې پوره کړي، ډېرې اسانتیاوې یې رامنځته کړې دي.

د افغان ګاز دولتي شرکت فني مرستیال غلام صدیق نیازی وايي چې د دغې فابریکې د اکسیجن او نایتروجن د تولید کیفیت د هېواد په کچه بې ساري دی.

هغه روښانه کړه: ((د دغې فابریکې د تولید شوي اکسیجن کیفیت ۹۹.۷ سلنه او د نایتروجن کیفیت ۹۹.۹ سلنه دی چې د هېواد په کچه په دغه کیفیت د اکسیجن د تولید مرکز نه لرو.))

هغه زیاته کړه، اوس مهال یادې فابریکې د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو اوسېدونکو د اکسیجن د اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل فعالیت پیل کړی، تولید شوي اکسیجن او نایتروجن ته تر بازار موندنې وروسته به د تولید کچه هم لوړه شي.

نوموړي روښانه کړه: ((موږ هڅه کوو چې نورو ولایتونو کې هم د خپلو تولیداتو لپاره بازار پیدا کړو.))

صدیق روښانه کړه چې اوس مهال یو بالون تولید شوی اکیسجن په ۳۲۰ افغانۍ پلوري، په داسې حال کې چې د کرونا ناروغۍ د شدت پر مهال شبرغان ښار کې د یو بالون اکسیجن بیه تر ۱۰زره افغانۍ ډېره وه.

د افغان ګاز دولتي شرکت فني مرستیال زیاته کړه: ((زموږ د فابریکې له تولید شوي اکسیجن څخه اوس مهال شبرغان ښار کې د ناروغانو د درملنې او کب روزنې فارمونو کې استفاده کېږي.))

د شبرغان ښار یو اوسېدونکی سید عالم وايي: ((د روان کال په پیل کې، کله چې زموږ د کورنۍ یو غړی پر کرونا اخته شو او د درملنې لپاره مو روغتون کې اکسیجن ته اړتیا شوه، یو بالون اکسیجن مو له بلخ ولایت څخه په ۲۳ زره افغانۍ وپېره.))

نوموړي زیاته کړه: ((زموږ د کورنۍ د یاد غړي د درملنې لپاره موږ یوازې د اکسیجن د برابرولو لپاره تر ۱۵۰زره ډېرې افغانۍ مصرف کړې.))

عالم وویل، دا چې اوس مهال شبرغان ښار کې د اکسیجن د تولید مرکز فعال شوی خوښ دی، ځکه وبه کولای شي په ډېره اسانتیا په ټيټه بیه د اړتیا وړ اکسیجن ترلاسه کړي.

د اکسیجن د تولید فابریکه د افغان ګاز دولتي شرکت ریاست په چوکاټ کې د شبرغان ښار په ۱۷ کیلومترۍ کې د جرقدوق فابریکې ترڅنګ فعاله شوې چې اړوند چارې یې د یاد شرکت د انجنیرانو او کارکوونکو له خوا ترسره کېږي.

Views: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.