ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګانی: له ترکمنستان سره پر پوله د نښتې په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي

سمنګانی: له ترکمنستان سره پر پوله د نښتې په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي

author avatar
5 Jan 2022 - 14:29
سمنګانی: له ترکمنستان سره پر پوله د نښتې په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي
آرشیف
author avatar
5 Jan 2022 - 14:29

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): د سرپرست حکومت یوه مسوول د جوزجان په خم اب ولسوالۍ کې د افغان او ترکمنستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې په تړاو خپاره شوي خبرونه رد کړي دي.

د پژواک د یوه راپور له مخې، د جوزجان د اطلاعات او فرهنګ رییس هلال بلخي د مرغومي په ۱۳مه ویلي وو چې د ترکمنستان د سرحدي ځواکونو له خوا د یاد ولایت د خم اب ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي خاورو ته له سپارولو وروسته د افغان او ترکمنستانی سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

نوموړي ویلی وو چې د ترکمنستان سرحدي ځواکونو درې ورځې مخکې یو ملکي افغان وژلی او یو بل یې وهلی و، افغان ځواکونه د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د جوزجان ولایت په خم اب ولسوالۍ کې د هېواد سرحدي کرښې ته تللي وو چې د ترکمنستان امنیتي ځواکونو له نظامي غبرګون سره مخ شوي دي.

خو د افغان حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني تېره شپه ناوخته پر ټويټرپاڼه لیکلي: ((زموږ او ګاونډي هېواد ترکمنستان ترمنځ هيڅ ستونزه نشته او د افغانستان او ترکمنستان پر شریکه پوله د جګړې په تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم دي.))

هغه په یاد ټویټ کې زیاته کړې چې افغانستان د ترکمنستان په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبت او رغوونکو ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.