Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان ځوانان: سیمه ییزې حکومتي ادارې دې ټولګډونه شي

پلخمري (پژواک، ١٦ مرغومى ١٤٠٠): لسګونو ځوانانو د بغلان ولایت له حکومتي مسوولینو سره په ناسته کې د یوې ټولګډونه سیمه ییزې حکومتي ادارې پر جوړېدو ټینګار وکړ.

دغه ناسته چې د مرغومې په ١٦ مه د بغلان ولایت مقام د غونډو په تالار کې د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت له خوا جوړه شوې وه وینا والو یې حکومتي مسوولینو ته د ښې حکومتولۍ ګڼ شمېر وړاندیزونه وکړل.

له دې ډلې شاکرالله حیدري وویل چې موجوده حکومت او ځوانانو تر منځ د واټن له منځه وړلو په موخه دې سیمه ییزې حکومتي ادارې ټولګډونه شي.

ده وویل چې سیمه ییزې حکومتولۍ واک باید معلوم وي او د سیمې خلکو په خوښه ټول محوره خدمات ترسره کړي چې د ټولو خلکو د ګډون ښکارندویي وکړي.

دغه راز يو بل کس انجنیر نبي وویل چې اوسني اختلافات بايد ختم او د يوه ټولګډونه قوي حکومتي نظام پر جوړېدو دې کار وشي.

ده والي ته په خطاب کې وویل: ((که د بهرنیو هېوادونو نظامي استعمار مات شوی، خو د قومونو ترمنځ تعصبي استعمار هڅې دوام لري او دا به تر نظامي استعمار هم خطرناک وي خو يواځې په يوالي دا شى له منځه وړل کېداى شي.))

ګڼ شمېر نورو کسانو هم د سیمه ییزې ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو وړاندیزونو ترڅنګ ځوانانو ته د کار پیدا کولو او په بغلان کې د ولاړو تولیدي کارخانو د بیا فعالېدو غوښتنې وکړې.

د بغلان والي قاري بختیار معاذ د ځوانانو د غوښتنو په ځواب کې وویل چې لوستي ځوانان کولای شي په دولتي ادارو کې شته تشې ډکې کړي.

والي زیاته کړه، ځوانان تر نورو د ښه کار او خدمت توان لري او اوسنى حکومت پر کار د ځوانان ګومارلو ته ژمن دی.

همدا رنګه د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وویل چې د دغه ولايت د تېر نظام  په ټولو دولتي ادارو کې هر اړخیزې ستونزې موجودې وې خو فعلي حکومت یې پر اصلاح او تولګډونه کولو بوخت دی.

ده له ځوانانو مننه وکړه چې مخامخ نیوکې کوي خو دا چې ستونزې ډېرې دي او فعلي حکومت هم د سرپرست په توګه کار کوي نو د ستونزو حل يو څه وخت ته اړتيا لري.

هاشمي ژمنه وکړه چې د بغلان ولایت اړوند ټولې ادارې به ټولګډونه شي.

د يادونې ده چې د جمهوریت له سقوط وروسته دا لومړی ځل دى چې په بغلان کې ځوانان د یوې ناستې په ترڅ کې د نوي حکومت له مسوولینو سره مخامخ غوښتنې شریکې او نیوکې یې پرې وکړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.