Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر د موټر چلوونکو له بې احتياطۍ څخه شکايت کوي

جلال اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر شکايت کوي چې موټر چلوونکي د واورې او باران د ورښت پرمهال هم احتياط نه کوي چې له امله يې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

مسافر غوښتنه کوي چې موټر چلوونکي بايد هر وخت او په ځانګړې توګه د واورې او باران د ورښت پرمهال له ډېر احتياط څخه کار واخلي.

د همدې اوونۍ په لومړيو دوو ورځو کې پر دغه لار نږدې پنځه ترافیکي پېښې شوي چې شاوخوا ۱۴ مسافرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د قصبې سيمې اوسېدونکی نصيب الله چې د تېرې دوشنبې په ورځ يې په ترافيکي پېښه کې يو خپلوان مړ شوی وايي، ټوله ستونزه د موټر چلوونکو بې احتياطي ده.

دی وايي: ((د خور زوی مې له کابله جلال اباد ته را روان و چې د لغمان ترازو سيمه کې يې موټر ټکر شوی او مړ شوى دی او درې کسان په کې ټپيان شوي دي، زموږ غوښتنه له موټر چلوونکو دا ده چې په باراني موسم کې دې له احتياط څخه کار واخلي.))

دغه راز د ننګرهار يو بل اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: ((سه شنبه کابل ته تللم خو د دې لپاره لاړم نه چې د دوشنبې په ورځ ډېرې پېښې شوې او ډريوران هم بې احتياطه دي.))

خان ولي چې د جلال اباد ښار سره رود دو سرکه کې کابل ته د تګ لپاره موټر ته پورته کېده پژواک ته يې وويل چې کابل ته د تګ پرمهال د موټر چلوونکي په ټاکنه کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي.

دی وايي: ((زياتره موټر چلوونکي چې ځوانان دي او يا نشه کوي هغوی ډېره بې احتياطي کوي، زه چې کله کابل ته ځم يا له هغې خوا راځم نو ډېر احتياط کوم ښه موټر چلوونکی ګورم چې نشه نه وي نو بيا ورسره موټر ته پورته کېږم.))

د کابل – جلال اباد لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي هم مني چې ځينې موټرچلوونکي د تګ پرمهال احتياط نه کوي.

نبي الله چې له تېرو لسو کلونو راهیسې پر دغه لين موټر چلوي وايي، د ترافيکي پېښو اصلي علت د سړک تنګوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي ده.

دی وايي، ترافيکي پېښې ډېرى د هغو موټر چلوونکو له امله رامنځته کېږي چې پر دغه لار نا بلده وي او شخصي موټر چلوي.

د کابل-جلال اباد د لويې لارې ډېره برخه د لغمان ولايت اړوند ده.

د لغمان د ترافيکو مدير مولوي حبيب الله پژواک ته وويل، که څه هم د امارت په راتګ سره د فساد مخنيوي په موخه د موټر چلوونکو جريمه کول بند شوي، خو هڅه يې پيل کړې چې موټر چلوونکو ته د مسلکي موټر چلوونې په موخه زده کړې او لېسنس ورکړي.

دى هم وايي چې ډېرى پېښې د ورښتونو او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.

د هغه په وينا، که هر موټر چلوونکى په قانوني بڼه ١٥ ورځې ترافيکي زده کړې وکړي نو تر ډېره به ترافيکي پېښې کمې شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.