کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا ویروس د تشخیص له ۴۰ مرکزونو سره یې د لازمو تجهیزاتو مرسته کړې ده.
د پژواک د یوه راپور له مخې، د عامې روغتیا وزارت د روان کال د مرغومي په ۷مه ویلي وو چې په هېواد کې د کوویډ-۱۹ د تشخیص او درملنې له ۳۸ روغتونونو، ۱۷ یې فعال وو، ۲۱ نور یې غیر فعال دي چې د کرونا ویروس د نورو روغتونونو د پرانیستلو په موخه له مختلفو نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو سره خبرې روانې دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي مطلب کې راغلي چې د کوویډ-۱۹ یاد روغتونونه یاد سازمان حمایت کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ژمي سختو شرایطو ته په اشارې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې یاد تجهیزات او د اړتیا وړ توکي یې د کرونا ویروس د تشخیص د ۴۰ مرکزونو لابراتوارونو ته وېشلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکزونه په ټوله کې د ورځې له ۹۵۰۰ د ډېرو ازمایښتونو اخیستلو توان لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد د کرونا ویروس د خپراوي له پیله تراوسه د ۸۱۸۰۷۲ کسانو ټسټونه اخیستل شوي چې ۱۵۷۹۶۷ پېښې یې مثبتې وې او په ټول هېواد کې د یادې ویروس له امله ۷۳۵۴ کسان مړه او ۱۴۵۴۹۲ نور بېرته رغېدلي دي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن