Language

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه  پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۰): د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار به په نژدې راتلونکي کې د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.

د پاکستان لپاره د آزادې اروپا “مشال راډيو” خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د اسلام آباد د وزارتونو د همغږۍ دفتر د جنورۍ پر شپږمه پرېکړه کړې چې د لومړي وزير عمران خان د ملي امنيت سلاکار معيديوسف په مشرۍ يو پلاوی به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

سرچينې ويلي چې معيد یوسف به په دې سفر کې له افغان چارواکو سره د پاکستان له خوا د پنځه میليارډ کلدارو په ارزښت مرستو د عملي کېدو په اړه خبرې وکړي.

د يادونې وړده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د ۲۰۲۱ ميلادي کال په اکتوبر کې کابل ته د خپل سفر پرمهال ژمنه کړې وه چې اسلام آباد به له کابل سره د پنځه ميليارډ پاکستاني روپیو په ارزښت مرستې ورکړي.