ترینکوټ (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان د ترینکوټ، دهراوود او چارچینو ولسوالیو له ۳۸۰۰ جنګ ځپلو او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
درې زره دغو کورنیو ته د سرې میاشتې ادارې او اته سوه کورنیو ته د یوه سوداګر له خوا مرسته چمتو شوې وه.
په اروزګان کې د سرې میاشتې ادارې مسوول صدیق الله مفتون پژواک خبري اژانس ته وویل، د درې زره کورنیو له جملې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵۰ کیلوګرامه وریجې او ۱۰ لېټره غوړي له یو کېټ سره چې چای، بوره او ځیني نور خوراکي توکي په کې شامل وو، ورکړل شول.
هغه زیاته کړه، د دغو کورنیو سروې موده مخکې شوې وه او د دوی د ادارې له خوا د دغو مرستو مستحقې پېژندل شوې وې.
ده ډاډ ورکړ چې له جنګ ځپلو او اړو کورنیو سره به دا ډول مرستې روانې وساتي.
بلخوا د یوه سوداګر له خوا د دغه ولایت د دهراوود او چارچینو ولسوالیو له ۸۰۰ اړو کورنیو سره هم د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په اروزګان کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مرستیال مولوي خادم پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادې هرې ولسوالۍ کې ۴۰۰ جنګ ځپلو او د شهیدانو د وارثینو کورنیو ته مرسته ورکړل شوه.
دی زیاتوي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۵ کیلو ګرامه وریجې او ۳ لېټره غوړي په پام کې نیول شوي وو.
نوموړي له نورو شتمنو هېوادوالو هم وغوښتل چې په ورته توګه د بې وزلو خلکو لاسیوی وکړي.
جنګ ځپلې او اړې کورنۍ خوشحاله دي چې په دې ساړه ژمي کې مرستې ورسره کېږي.
د یوې کورنۍ سرپرست شریف الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو جګړو کې یې نه یوازې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، بلکې له اقتصادي پلوه یې هم دوی سخت ځپلي دي او نه شي کولای خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي.
ده له حکومت او مرستندویه ادارو وغوښتل چې له دوی سره په پر له پسې توګه مرستې وکړي.
تر دې مهاله په اروزګان کې د بېلابېو مرستندویه ادارو او سوداګرو له خوا له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې شوې دي.