کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د بورې، وریجو، تور چای، غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۱۰۰ نه ۳۲۰۰ افغانیو، د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه له ۲۵۰۰ نه ۲۶۰۰ افغانیو، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړو بیه له ۲۷۵۰ څخه ۲۷۰۰ افغانیو او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له ۴۰۰ نه ۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې لوړوالي له امله د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.
هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۲۵۰ افغانۍ، ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۵۰۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سرو زرو بیه ۱۳.۶ سلنه لوړه شوې
د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه له۳۷۵۰ څخه ۴۶۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۵۵۰ افغانیو څخه ۳۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي یادونه وکړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو بیو کې بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغو له د بیې له بدلون سره تړاو لري.
د نفتي توکو بیې پر خپل ځای دي
د احمدیار ګروپ تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۷۸ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۷۱ افغانۍ پلوري.
دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې اوونۍ په څېر د یو کیلوګرام ګاز بیه ۸۲ افغانۍ ده.
د د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت یو څه ټیټ شوی
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن یو امریکایي ډالر په ۱۰۴ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۱۱مه یو امریکايي ډالر په ۱۰۳ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۳۰ افغانۍ بدلېدې.
Views: 289
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن