Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوچا: مرستندویان به روان کال له څه باندې ۲۲ میلیون افغانانو سره مرستې وکړي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، مرستندویې ادارې پلان لري چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په افغانستان کې له څه باندې ۲۲ میلیون خلکو سره بشري مرستې وکړي.

د یادې ادراې (اوچا) مشرې ایزابیل موسارد کارلسن(Isabelle Moussard Carlsen)  پر خپل ټویټر د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې مرستې به د قومي، مذهبي او یا هم سیاسي تړاوونو له پام کې نیولو پرته اړو کسانو ته ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره زمري میاشت کې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او پر دغه هېواد ځیني نور محدودیتونه هم ولګول شول چې له امله یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او ترڅنګ یې دغه هېواد وچکالۍ او سېلابونو هم ځپلی دی.

د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم تېره ورځ  په یو ویډیويي پیغام کې له مرستندویو ادارو او هېوادونو وغوښتل چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WHO) ویلي، د دې لپاره چې روان کال وکړای شي له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړي، په میاشت کې ۲۲۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.