Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان پوسټ درېيو مياشتو کې ۴۶ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي

کابل(پژواک، ۱۹ مرغومی۱۴۰۰ ): د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وایي چې افغان پست شرکت په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۴۶ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه عواید یې د پاسپورټونو، د بهرنیو چارو وزارت د تصدیق پاڼو او د الکترونیکي تذکرو د لېږد او انتقال له لارې تر لاسه کړي دي.

د مخابراتو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وروستیو درېیو میاشتو کې افغان پوسټ ریاست څه باندې ۳۵۰ زره برېښنایي پېژنډپاڼې، شخصي او رسمي مراسلات، د بهرینو چارو وزارت تصدیقونه او پاسپورټونه د پوسته خانو او د پوسټ ریاست له خوا د هېواد په دننه کې وېشلي دي.

په خبر پاڼه کې زیاته شوی ده چې د یادو ذکر شویو موادو له درکه ۴۶ میلیونه، درې سوه او ۹۰ زره افغانۍ عواید تر لاسه شوي او د دولت خزانې ته تللي دي.

د یادونې ده چې دغه وزارت له دې مخکې ویلي و چې په تېرو څلورو میاشتو کې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنې محصول څخه ۱،۵ میلیارده افغانۍ ترلاسه شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.