ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې ۳۰زره زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې دي

په کندوز کې ۳۰زره زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې دي

author avatar
9 Jan 2022 - 14:38
په کندوز کې ۳۰زره زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې دي
author avatar
9 Jan 2022 - 14:38

کندوز (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): د کندوز سیمه ییز چارواکي وایي، په یاد ولایت کې د ۵۰ ښوونځيو تړل کېدو له امله  په تېرو څو کلونو کې نږدې ۳۰زره زده کوونکي ښوونځیو له تلو پاتې دي.

د غه چارواکي ښوونځيو ته د زده کوونکو د نه تلو اصلي لامل د مخکني حکومت ځواکونو له خوا له ښوونځیو د سنګر جوړول، د هغو بمبارول او د جګړې لومړۍ کرښه ګرځول یادوي.

د کندوز اوسېدونکي او ځيني زده کوونکي چې ښوونځيو ته له تلو پاتې دی، له حکومته غواړي چې تعلیمي بنسټونه دې بیاوغوي.

د کندوز د پوهنې رییس مولوي اسماعیل ابو احمد وایي چې په کندوز کې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې په نتیجه کې نږدې ۳۰زره زده کوونکي ښوونځيو ته له تلو بې برخې شوي دي.

هغه وویل: «په کندوز کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي یا خو د جګړې په سیمه کې وو او یا هم د دواړو خواوو د جګړې په منځ کې موقعیت لاره او د دغو ښوونځيو ځيني یې بمبار شول چې په نتیجه کې یې ۳۰زره زده کوونکي له درسه پاتې شول.»

د الچین د نجونو لېسه د هغو ښوونځيو یوه بېلګه ده چې په تازه یې د ترمیم چارې پیل شوې دي؛ یاده لېسه له لسو کلونو راهیسې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وه، د دې لېسې بندېدو له امله نږدې ۲زره زده کوونکې له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د چارواکو په خبره، په نوي ښوونیز کال کې به له زده کړو پاتې زده کوونکي ښوونځیو ته ستانه شي.

له بلې خوا  له جګړو او تاوتریخوالي ستړي د کندوز اوسېدونکي او هغه زده کوونکي چې ښوونځيو ته د تلو او د سولې هیله لري، له حکومته غواړي څو د دوی روزنې او زده کړو ته پاملرنه وشي.

یو زده کوونکی امان الله چې ښوونځی یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې و او ۳ کاله له زده کړو پاتې دی، هغه له حکومته غواړي څو د یاد ولایت د ځوانانو روزنې او زده کړو ته پام وکړي.

هغه زیاتوي: «زموږ ښوونځی ویجاړ شوی، درې څلور کاله کېږي چې ښوونځي ته نه یو تللي، له حکومته غواړم چې زموږ ښوونځي رغونې ته توجه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې  په کندوز کې د تېرو جنګونو له امله د ۵۰۰ ښوونځيو له ډلې د ۵۰ ښوونځيو له ودانیو د سنګر استفاده شوې او یا د دواړو لورو ترمنځ د جګړو له امله و یجاړ شوي دي.

اوس اړتیا ده څو حکومت او موسسې د یادو ښوونځيو بیاترمیم او فعالولو ته پاملرنه وکړي.

Views: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.