Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: فیض الله جلال د نظام پر ضد د خلکو د هڅونې او سپکاوي په تور نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): چارواکي وايي، استاد فیض الله جلال د‌ خپلو هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام پر ضد هڅول او د خلکو له عزت سره یې لوبې کولې.

د استاد جلال مېرمنې مسعودې جلال ويلي چې خاوند يې (د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال) تېره ورځ (شنبه) د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی او نامعلوم لور ته بیول شوی دی.

ځينو امنيتي سرچينو پرون رسنیو ته ويلي وو چې جلال په کابل کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.

د سرچينو په وينا، استاد جلال د ځينو حکومتي بنسټونو د تورنولو په غبرګون کې نيول شوی او اوسمهال د استخباراتو په رياست کې تر پوښتنو لاندې دی.

خو د کورنيو چارو وزارت بيا ویلي وو چې جلال امنيتي ځواکونو نه دی نیولى.

بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي: «د جلال په نامه یو ‌متعصب انسان د‌ خپلو هغو‌ خبرو د‌ وضاحت لپاره نیول شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام پر ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې.»

مجاهد وايي: «څو پورې بل څوک د استاد او دانشمند له ادرسه داسې اوتې بوتې ونه وايي او د چا شخصیت او عزت ته زیان ونه رسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې فيض الله جلال په يو ټلوېزيوني بحث کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم ته د (ګوساله) خطاب کړى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.