Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک: حکومت دې په لوګر کې د هوسیو بېرحمانه ښکار مخه ونیسي

پل علم (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): د لوګر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په غرونو کې وسله والو کسانو په بې رحمانه ډول د هوسیو ښکار پيل کړی او له حکومته یې غوښتي چې مخه یې ونیسي.

د مرکز پل علم یوه قومي مشر ګلاب شاه پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز اړوند څپېڅ او ابچکان د لوګر هغه غرنۍ سیمې دي چې ډېرې هوسۍ لري.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې په دغو غرونو کې هوسۍ ډېرې شوې او په رمو ګرځي خو له بده مرغه چې په بې رحمانه توګه ښکار کېږي.

دی وايي: ((وسله وال کسان په خپلو ټوپکو- چې لایزري دوربینونه پرې نصب دي- په داسې توګه د هوسیو ښکار کوي چې یوه هم نه ترې خطا کېږي، دا لوی ظلم دی، که همداسې دوام وکړي، نو د هوسیو نسل به ختم شي.))

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې د وسله والو کسانو له خوا د هوسیو د ښکار مخه ونیسي.

د پل علم د ابچکان سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله هم پژواک اژانس ته وویل چې د سیمې اوسېدونکي له وسلو سره د دغې سیمې غرونو ته ځي او هره ورځ په ناقانونه توګه د هوسیو ښکار کوي.

هغه زیاته کړه: ((د هوسیو په ښکار کې د سیمې د عامو اوسېدونکو ترڅنګ امنیتي ساتونکي هم ښکېل دي، هغوی په خپلو لایزر لرونکو وسلو د هوسیو ښکار کوي او په تېرو دوو میاشتو کې دا چاره ډېره شوې ده.))

دی هم له حکومته د دې کار مخینوی غواړي او وايي جې دغسې بې رحمانه ښکار د دغو قیمتي ژوو نسل له منځه وړي.

په دې اړه د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه په دې اړه دوی ته شکایت نه دی شوی.

خو یادونه یې وکړه چې په دې اړه یې امنیه قومانداني په جریان کې کړې ده، که کوم څوک دا ناقانونه کړنه ترسره کړي نو وبه نیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

ده خبرداری ورکړ چې هیچا ته د هوسیو او نورو ژوو د ښکار اجازه نه ورکوي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت له خپل حکومت مخکې هم د حیوانانو ښکار منع اعلان کړی و او له دې وروسته به هم سرغړوونکو ته سزا ورکړل شي.

دا لومړی ځل دی چې د لوګر اوسېدونکي د وسله والو کسانو له خوا د هوسیو له ناقانونه ښکاره شکایت کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.