Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل هوایي ډګر په ګډوډیو کې ورک شوی ماشوم پیدا او خپلوانو ته یې وسپارل شو

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): رویټرز راپور ورکړی چې له افغانستانه د خلکو ایستلو پر مهال د کابل هوایي ډګر په ګډوډیو کې د سهیل احمدي په نوم یو ورک شوی ماشوم پیدا او خپلوانو ته یي سپارل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، یوه ټکسي چلوونکي حمید صافي چې سهيل احمدي يې د کابل په هوايي ډګر کې موندلى و، اوس یې په کابل کې خپل نیکه محمد قاسم رضوي ته چې د بدخشان ولايت اوسېدونکى دی، سپارلی دی.

دغه ماشوم د دوو میاشتو و چې د تېر ميلادي کال د اګسټ په ۱۹مه د کابل له سقوط او امریکا ته یې د کورنۍ د کډه کېدو پر مهال نادرکه شوی و.

د راپور پر اساس، سهیل احمدي د حامد صافي له خوا پیدا او خپل کور ته یې وړی و چې اوس یې بېرته خپل نیکه محمد قاسم رضوي ته سپارلی دی.

حمید صافي وویل: «سهیل مې د ژړا پر مهال په ځمکه وموند او وروسته مې د هغه مور او پلار د پیدا کولو له ناکامۍ هڅې وروسته پریکړه وکړه چې ماشوم کورته خپلې میرمنې او اولادونو ته وروړم؛  ځکه درې لوڼې لرم او تر مرګ مخکې مې د مور تر ټولو لویه هیله زما د زوی درلودل وو.»

د سهیل احمدي نيکه ویلي چې اوس په دې لټه کې دي چې سهیل احمدي له خپلې کورنۍ سره چې څو میاشتې مخکې امریکا ته تللی، یوځای کړي.

په راپور کې راغلي چې د سهیل احمدي د کورنۍ نور غړي ایستل شوي او په په تکزاس کې یوې پوځي اډې ته رسیدلي، چې اوس له هغه ځایه هم لېږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.