Language

په کندهار کې شپږ غله له ۵،۵ میلیونه کلدارو سره یو ځای ونیول شول

کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، امنیتي ساتونکو د کندهار د صرافۍ مارکېټ په ساحه کې هغه غله نیولي چې د صرافانو او نورو کسانو له موټرو یې په ډېر مهارت پيسې غلا کولې.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د تحقیقاتو د برخې امر مولوي محمود د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، کله چې د خلکو له خوا دوی ته د غلاوو په اړه شکایتونه وشول نو کشفي کسان یې ډېر کړل.

دی وايي، د دغو هڅو په پایله کې یې شپږ غله له ۵،۵ میلیونه کلدارو سره نیولي دي او هڅه کوي چې د دوی نور ملګري هم پيدا کړي.

ده زیاته کړه، دا د غلو یوه ډله ده چې په سازمان شوې توګه غلاوې کوي، لومړی د صراف موټر په نښه کوي او بیا یې موټر په ډېر مهارت پنچروي، وروسته په لار کې پیسې ترې اخلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.