Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني اوسېدونکي: د باران اوبو زېرمه کولو لپاره دې کوچني بندونه جوړ شي

غزني (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د غزني اوسېدونکي وايي، په وروستیو کلونو کې د دغه ولایت ۹۰ سلنه کارېزونه وچ شوي چې له امله یې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شوي او د خپلو ځمکو او باغونو خړوبولو لپاره کافي اوبه نه لري.

هغوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د اوبو سرچینو ډېرولو او کرنې د ودې په موخه دې په دغه ولایت کې د بارانونو اوبو زېرمه کولو واړه بندونه جوړ کړي.

د غزني د دهیک ولسوالي یوه اوسېدونکي سید عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالي کې یوازې دوه کارېزونه پاتې دي خو نور ټول وچ شوي چې له امله یې کروندګر او بڼوال د اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، څو کاله مخکې په دې ولسوالي کې د باران اوبو د زېرمه کولو لپاره یو وړوکی بند جوړ شو خو دا چې بې کیفیته جوړ شوی و نو په لومړي کال وشړېد او له منځه لاړ.

د ده په خبره، له هغه وروسته د باران او واورې اوبه همداسې هدر ځي او هیڅوک کار نه شي ورڅخه اخیستلای.

دی وايي، په دغه ولسوالي کې غرونه او تپې ډېرې دي چې د باران او واورې د اوبو زېرمه کولو لپاره په کې د بندونو جوړولو امکانات ډېر دي.

د ده په خبره، دې ته په پام حکومت باید دلته واړه واړه بندونه جوړ کړي څو کرنه وده ورسره وکړي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ یوه کروندګر احسان الله هم پژواک خبري اژانس ته وویل، که حکومت د باران او واورې د اوبو تم کولو لپاره کوچني بندونه جوړ کړي، نو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه به لوړه شي او کارېزونه به هم له اوبو ډک شي.

دی وايي، په دغې ولسوالي کې کروندګرو او بڼوالو د اوبو د کمښت له امله پر خپلو ځمکو برمې وهلې او د لمریزو هېندارو په مرسته اوبه راکاږي خو دې چارې زیانونه اړولي دي.

د ده په خبره، اوس مهال د هر کال په تېرېدو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه شپږ متره ټیټیږي که دا چاره دوام وکړي، نو غزني به د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

د اوبو او کرنې یو شمېر کارپوهان هم په دې نظر دي چې د اوبیزو سرچینو د ډېرولو لپاره د وړو بندونو طرحه ډېره ارزښتناکه او بریالۍ ده.

د غزني اوسېدونکي عطا محمد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو لسو کلونو کې په غزني کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۳۵ متره کښته شوې چې لامل یې د باران اوبو نه زېرمه کول او د لمریزو هېندارو په وسیله له ځمکې د اوبو را ایستل دي.

دی هم له حکومت څخه غوښتنه کوي د غزني په ټولو ولسوالیو کې دې چیک ډیمونه جوړ کړي څو د باران اوبه په کې زېرمه شي چې له مخې به یې وچ کارېزونه له اوبو ډک شي او تر ځمکې لاندې د اوبو ټیټه شوې کچه به هم بېرته راپورته شي.

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال محمد فایض غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت پلان لري د دغه ولایت په ولسوالیو کې لسګونه واړه بندونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې یې د تېر حکومت له خوا د منظورو شوو بندونو په اړه څېړنې پیل کړې، چې هغه به هم جوړ شي او د نوو بندونو جوړولو لپاره به هم سروې ګانې وکړي.

د تېر حکومت پر مهال چارواکو په وار وار ویلي وو چې د غزني په دهیک، قره باغ، جاغوري، مالستان، ګېرو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې واړه بندونه جوړوي چې سروې یې هم وشوه خو د جوړولو عملي چارې یې پیل نه شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.