Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې له زرګونو زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

پل علم (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د لوګر په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ ښوونځیو له ۷ زره او ۷۱۵ زده کوونکو (هلکانو او نجونو) سره د درسي توکو مرسته وشوه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته د پوهنې ریاست د چارواکو په غوښتنه د یونیسف او ای ار سي ادارو له خوا چمتو شوې وه.

هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې د ښوونځي بکسې، کتابچې، پینسلونه، رنګه قلمونه، پینسل تراشونه، پینسل پاکونه، د لیک وړې دړې، د اوبو پتکونه او ماسکونه شامل دي.

دی وايي، هر زده کوونکي ته یوه بکسه، ۷ کتابچې، ۶ پینسلونه، ۳ پینسل تراشونه، ۳ پینسل پاکونه، ۲ قوطي رنګه قلمونه، د اوبو یو پتک او ۱۲ ماسکونه ورکړل شول.

د لوګر د پوهنې رییس مولوي جنت ګل له یونیسف او ای ار سي ادارو مننه کوي چې له زده کوونکو سره یې د درسي توکو مرسته وکړه خو غوښتنه کوي چې د نورو ولسوالیو له زده کوونکو سره دې هم ورته مرستې وکړي.

د څرخ ولسوالۍ د پنګرام د منځني ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکي جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغسې مرستې د زده کوونکو اړتیاوې پوره کوي او هغوی ښه درس ویلو ته هڅوي.

دی وايي: ((له حکومت څخه غواړم چې زده کوونکو ته د زده کړې ښه شرایط برابر کړي او وخت په وخت ورسره د درسي توکو مرسته وکړي.))

د یادونې ده چې یونیسف او ای ار سي ادارو موده مخکې په مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالي کې د ۱۰۰ ښوونځيو له ۵۰ زره زده کوونکو او څه باندې ۱۰۰۰ ښوونکو سره د درسي توکو مرسته کړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.