ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا او پکتیکا کې له سلګونو اړو کورنیو سره مرسته وشوه

پکتیا او پکتیکا کې له سلګونو اړو کورنیو سره مرسته وشوه

ګردېز، ښرنه (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۰): په پکتیا کې له ۱۰۲۵ بې وزلو کورنیو او په پکتیکا کې د ۱۵۰۰ یتیمو ماشومانو له کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د پکتیا د مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ ۱۰۲۵ بې وزلو کورنیو ته مرسته د خوړو د نړیوال سازمان/WFP او د پېښو په وړاندې د چمتووالي ریاست له خوا چمتو شوې وه.

د څمکنیو ولسوالۍ ولسوال عزت الله مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شوي سازمان د دې ولسوالۍ له ۷۲۵ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.

هغه زیاته کړه، په مرستو شوو توکو کې د اوړو، وریجو او غوړیو په ګډون ۱۱ قلمه خوراکي توکي شامل وو.

دی وايي، دا کورنۍ د یوه ځانګړي کمېسیون له خوا په نښه شوې وې چې ډېرې بې وزلې او په بد وضعیت کې یې ژوند کاوه.

دغه راز په مرکز ګردېز کې هم له ۳۰۰ اړو کورنیو سره مرسته وشوه چې د پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست له خوا چمتو شوې وه.

د یادې شوې ادارې رییس مولوي نثار احمد نجات پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرستو شوو توکو کې اوړه، وریجې، غوړي، سون توکي، کمپلې او نور اړین مواد شامل وو.

د ده په خبره، دا هغه کورنۍ وې چې ډېرې بې وزله وې او سرپناه یې نه لرله.

بل خوا په پکتیکا کې د بیت السلام او بیات بنسټونو له خوا پر ۳۰۰ اړو کورنیو او ۱۲۰۰ یتیمو ماشومانو پر کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت استازي محمد عظیم اغا پژواک ته وویل، د بیت السلام بنسټ له خوا د ۱۲۰۰ یتیمو ماشومانو هرې کورنۍ ته ۲ زره نغدې افغانۍ، کمپلې، بیسکټ، چاکلېټ او نور توکي ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، په ورته توګه بیات بنسټ بیا پر ۳۰۰ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل چې اوړه، وریجې او غوړي په کې شامل وو.

بې وزلو وګړو خوښي ښودله چې په روان سوړ ژمي کې ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستته کېږي.

د عصمت او تېمور په نومونو دوو کسانو پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو مرستو به یې تر یوه وخته ستونزې حل شي، خو باید دوامداره مرستې ورسره وشي.

د یادولو ده چې په دواړو ولایتونو کې تر دې وړاندې هم پر زرګونو اړو کورنیو مرستې وېشل شوې او دا لړۍ روانه ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.