کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰): د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون په موخه ویسټ انډیز ته ولاړه.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپل تویټر لیکلي چې د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله، د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون په موخه نن ویسټ انډیز ته ولاړه.
د هند ټلوېزيون (INDIA TV) د راپورونو پر بنسټ، د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو نړيواله لوبه د نړۍ د ۱۶ ټيمونو تر منځ، راتلونکې جمعه (د جنوري له ۱۴مې د فبروري تر پنځمې) په ویسټ انډیز کې تر سره کیږي.
سرچينه زياتوي، د يادو لوبو په بهیر کې به افغانستان لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۶مه له زیمبابوې، دويمه لوبه به د جنوري په ۱۸مه له پاپوا نيوګینا (PNG) لوبډلې او درېيمه لوبه به د جنوري په ۲۰ مه له پاکستان سره ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP