بامیان (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰): د بامیان امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي چې د یاد ولایت د پاسپورټ اداره سر له ننه بیا د سلواغې تر اوومې پورې د پاسپورټ اخیستو لپاره نوي غوښتنلیکونه نه مني.
د بامیان د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د پاسپورټ ادارې دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې په دغه ریاست کې د غوښتنلیکونو حجم ډېر شوی او د مراحلو طی کولو ته اړتیا لري.
سرچینې د بامیان مرکز او ولسوالیو له اوسېدونکو غوښتي چې تر ټاکل شوې مودې پورې دې د یاد ولایت د پاسپورټ ادارې ته نوې عرېضې نه ور وړي.
د بامیان د پاسپورټ ادارې دوه مراجعین چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وایي، د یادې ادارې د پرانیستل کېدو په لومړیو ورځو کې چې شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، د پاسپورټ اخیستو لپاره مو عريضه کړې، خو تر اوسه هيڅ خبر نشته، نه یوازې دوی له دې ستونزې سره مخ دي، بلکې د یادو کسانو په خبره، لسګونه نور متقاضیان هم ورته ستونزه لري.
دوی ادعا کوي چې د ځينو موظفینو له خوا توهینېږي او تر اوسه د پاسپورټ پر اخیستو نه دي توانېدلي خو د ځينو کسانو غوښتنلیکونه بیا په یوې یا دوو ورځو کې طی مراحل کېږي.
خو د بامیان د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یاد ولایت د پاسپورټ ادارې د مراجعینو ادعاوې او شکایتونه ردوي او وایي چې دغه اداره د قانون مطابق ټولو خلکو ته یو شان خدمات وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP