کابل(پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۰): د ملګروملتونو عمومي سرمنشي په افغانستان د شدید یخ په اړه اندېښنه وښوده او په مشروط ډول یې د دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:(( شدید یخ او کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو لپاره مرګوني دي.))
هغه په دغه کنفرانس کې زیاته کړه چې باید د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو لپاره په مشروط ډول یوه لاره رامنځته شي.
بلخوا سهل شاهین چې د افغانستان حکومت له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته نومول شوی خو لا هم منل شوی نه دی، د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د غوښتنې هرکلی کړی دی.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP