ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو بیه د تېرې شنبې په نسبت څه باندې څلور سلنه لوړه شوې ده

د تېلو بیه د تېرې شنبې په نسبت څه باندې څلور سلنه لوړه شوې ده

author avatar
15 Jan 2022 - 14:30
د تېلو بیه د تېرې شنبې په نسبت څه باندې څلور سلنه لوړه شوې ده
author avatar
15 Jan 2022 - 14:30

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېل، قزاقي اوړو او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو بیا تغییر نه دی کړی.

د تېلو بیه ۴.۶ سلنه لوړه شوې ده

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۸ افغانۍ څخه ۸۱ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۱ افغانۍ څخه ۷۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي چې د تېلو بیه د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت له لوړېدو وروسته لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې اوونۍ په څېر د یو کیلوګرام ګاز بیه ۸۲ افغانۍ ده.

د اوړو بیه لوړه شوې ده

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۳۴۰۰ افغانۍ څخه ۲۴۵۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي وايي چې په نړیوالو بازارونو کې هم د اوړو بیه لوړه شوې ده.

خو هغه وايي چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۳۲۰۰ افغانۍ، د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو ۲۸۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۲۵۰ افغانۍ، ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۵۰۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه تر یو سلنه ډېره لوړه شوې ده

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٧٥٠عیاره عربي سرو زرو بیه له۴۶۵۰ څخه ۴۷۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥عیار روسي سرو زرو بیه له  ۳۶۵۰ افغانیو څخه ۳۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ده په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بیې تغییر په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له تغییر سره تړاو لري.

د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، نن یو امریکايي ډالر په ۱۰۴ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۸ افغانۍ بدلېږي.

د مرغومي په ۱۸مه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۱۰۳ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.