Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا مستوفیت د پخوا په پرتله درې برابره ډېر عواید را ټول کړي دي

د پکتیکا مستوفیت د پخوا په پرتله درې برابره ډېر عواید را ټول کړي دي

author avatar
15 Jan 2022 - 15:24
د پکتیکا مستوفیت د پخوا په پرتله درې برابره ډېر عواید را ټول کړي دي
author avatar
15 Jan 2022 - 15:24

ښرنه (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۰): د پکتیکا د مستوفیت چارواکي وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې له خپلو عایداتي سرچینو ۵۴۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د پخوا په پرتله درې برابره ډېر شوي دي.

دا څرګندونې د پکتیکا مستوفي مولوي عبدالوهاب عمري نن د مرغومي په ۲۵مه په یوې خبري ناسته کې وکړې.

نوموړي وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې یې د دغه ولایت له عایداتي سرچینو ۵۴۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې له دې مخکې په اتو میاشتو کې د دغې ادارې ټول عواید ۲۲۵ میلیونه افغانۍ وو.

هغه زیاته کړه، په دې توګه د تېر په پرتله د مستوفیت په عوایدو کې دري برابره ډېروالی راغلی دی.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې په ادارو کې د فساد مخنیوی شوی او د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا رامنځته شوې او همدا د عوایدو د ډېرېدو عمده لاملونه دي.

د نوموړي په خبره، د ګمرک تر څنګ د کرنې، محکمې، عدلیې، احصایې، پاسپورټ، ترانسپورټ او ګڼو نورو ملکي ادارو عواید لوړ شوي دي.

د پکتیکا اوسېدونکي وايي، چارواکي مسوولیت لري چې راټول شوي عواید پر ځای په سمه توګه ولګوي.

په مرکز ښرنه کې د دوکاندارانو د اتحادیې مشر حاجي اکبر پژواک خبري اژانس ته وویل، چارواکي دې د فساد پر ضد مبارزه وکړي او راټول شوي عواید دې خلکو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او خدماتو وړاندې کولو ولګوي.

هغه زیاته کړه، که د فساد مخه ونیول شي او عواید په شفاف ډول راټول شي نو د بودیجې ډېره برخه به له خپلو پیسو برابره شي.

خو یوه پکتیکا مېشتي سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، د عوایدو د ډېرېدو یو لامل په وارداتو د محصول لوړول دي چې له مخې یې په ښارونو کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د تېر حکومت پر مهال چې پر خوراکي او غیر خوراکي توکو څومره محصول اخیستل کېده، اوس دوه برابره ورباندې اخیستل کېږي چې دوی یې د ټيټولو غوښتنه کوي.

د پکتیکا مستوفیت په داسې حال کې د خپلو عوایدو د ډېرېدو خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د کرنې ریاست هم د عُشر راټولولو له درکه د لسګونو میلیونو افغانیو عوایدو ټولولو خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.