Language

حکومت بهر ته تر پنځه زره د ډېرو ډالرو پر انتقال بندیز ولګاوه

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۰): د ریاست الوزراء د تصمیم پر اساس، له دې وروسته هيڅوک حق نه لري چې تر ۵زره ډېر ډالر له هېواده بهر انتقال کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد تصمیم د ریاست الوزراء له خوا نیول شوی دی.

هغه وايي چې د دغه تصمیم له مخې یو کس یا یوه کورنۍ له دې وروسته نشي کولای تر ۵ زره ډېر امریکايي ډالر له ځان سره له هېواده بهر انتقال کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه: ((هغه کسانو ته به د سفر اجازه نه ورکول کېږي چې له یادې اندازې ډېرې پیسې له ځان سره ولري.))

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د «اسلامي امارت» له  رسېدو مخکې هر مسافر حق درلود ۱۰زره امریکايي ډالر له ځان سره بهره بهر ولېږدوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.